برتانیا کې په سرطان اخته کسانو شمېر ډېر شوی

په برتانیا کې د هغو کسانو شمېر چې د سرطان په ناروغۍ اخته کېدل په ۱۹۹۲کال کې ۳۲ سلنې ته رسېدلی و.
دا شمېر په ۲۰۱۰ کال کې ۴۴ سلنې ته پورته شوی چې ۳ چنده زیات دی.
مک میلان یا د سرطان د ناروغانو د ملاتړ اداره وایي چې دغه تعداد به په راتلونکې لسیزه کې مخ په زیاتېدو شي خو د ۲۰۲۰ او ۲۰۳۰ کلنو تر منځ به د دوی شمېر بېرته راکښته شي.
دا مرستندویه ټولنه وایي کېدای شي د اوسني اټکل په پرتله په ۲۰۲۰ کال کې د ریښتني خطر کچه له دغه زیاته وي.
د دغه شمېر د معلومولو لپاره مک میلان له ټولو هغو معلوماتو څخه استفاده کړې چې له برتانیا څخه د سرطان د ناروغۍ په پېښو او مړینو کې لاس ته راغلي دي.
د ا اداره وایي د ۲۰ کاله مخکې په پرتله، زیات شمېر خلک اوس د سرطان له ناروغۍ څخه ژوندي پاتې کېږي.
په ۱۹۹۲ کال کې ۴۵،۰۰۰ وګړي چې د سرطان په ناروغۍ اخته شوي وو نه دي مړه شوي چې دا ۲۱ سلنه جوړوي.
د مړیني نور عوامل زیاتره د زړه، تنفسي او فلج ناروغۍ جوړوي.
مک میلان وايي له سرطان څخه د ژغورنې تعداد ځکه زیات شوی چې اوس د دغې ناروغۍ مریضانو ته ډېره جدي پاملرنه کېږي، ناروغۍ پر وخت تشخیصېږي او د سرطان درملنه هم ډېره پر مخ تللې ده.
د سرطان د ناروغانو شمېر ځکه په زیاتېدو دی چې اوس خلک اوږد عمر لري او د عمر د اوږدېدو سره د دغې ناروغۍ امکانات هم ډېرېږي.








