جاپان له افریقا سره ۳۲ میلیارد ډالر مرسته کوي

جاپان وايي، چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به له افریقايي هېوادونو سره د ۳۲ میلیارد ډالرو په ارزښت مرسته وکړي.
په دغو مرستو به د افریقايي هېوادونو اقتصادي برخه وغوړول شي.
د جاپان لومړي وزیر شنیزو ابي وویل، دا مرسته به راتلونکو پنځو کولنو کې د جاپان له خصوصي او عام سکتور څخه راغونډه شي، او هغو شرکتونو ته به ورکړل شي، چې په افریقايي هېوادونو کې پانګونې کوي.
ابي د افریقايي هېوادونو د پراختیا د توکیو په کنفرانس کې وویل، د افریقا ملاتړ کې د ۱۴ میلیاردو ډالرو هغه رسمي مرسته هم شامله ده، چې د زېربناوو د رغولو لپاره ځانګړې شوې ده.
نوموړی وايي، چې په یوه بله معامله کې له افریقا سره د شپږ اعشاریه پنځو میلیاردو ډالرو مرستې ژمنه هم شوې ده.
د یکشنبې په ورځ د جاپان یوکوهاما ښار کې د دغو مرستو د راغونډولو کمپاین پیل شوی، چې هدف یې لومړی د شمالي افریقا د مرستو ملاتړ دی.
د جاپان لومړي وزیر وویل، د دغو مرستو هدف له افریقايي هېوادونو او ولسونو سره اقتصادي ملاتړ او غوړېدا ده.
جاپان تر ډېره د نړۍ له ځینو بې وزله هېوادونو سره د فقر د مبارزې په نامه مرستې کوي، خو له افریقا سره یې مرستې شاید دا موخه ولري، چې هلته لویې طبیعي زېرمې راوسپړي.
د جاپان او چین د بهرنۍ سوداګرۍ د چارو رپوټونه وايي، په ۲۰۱۱ کال کې افریقا کې د جاپان مستقیمه پانګونه ۴۶۰ میلیون ډالر وه، حال دا چې د چین ونډه درې اعشاریه اوولس میلیارد وه.
ابي وايي "افریقا اوس تر ټولو ډېر په خصوصي سکتور کې پانګونې ته اړتیا لري. په عمومي او خصوصي سکتور کې شراکت د دغې پانګونې د هڅولو لامل ګرځي".








