د الیکترونیکي سګريټ پر څکلو د بندیز وړاندیز شوی

فرانسې کې روغتیايي کارپوهانو وړاندیز کړی چې په عامه ځایونو کې دې الیکترونیکي سګریټ څکولو باندې هم بندیز ولګول شي.
د حکومت له خوا ګومارل شوې یوه کمیټه وايي که څه هم الیکترونکي سګریټ له تمباکو څکلو څخه ښه دي، خو بیا هم کولای شي چې د خلکو روغتیا ته ګواښ پېښ کړي، ځکه چې له دې سره به نور کسان هم سګریټ څکلو ته هڅېږي، په ځانګړې توګه تنکي ځوانان.
رپوټونه وايي چې د الیکترونکي سګریټو پر اعلانونو هم د بندیز لګولو وړاندیز شوی دی.
د اټکل له مخې اوس په فرانسه کې تر یو میلیون پورې کسان الیکترونکي سګریټ کاروي.




