اوباما سوریې ته د امریکايي پوځیانو لېږلو هوډ نه لري

اوباما
د عکس تشریح، اوباما دا څرګندونې کاستاریکا ته د سفر پرمهال کړې دي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي، که څه هم سوریې ته د امریکايي پوځيانو د استولو هوډ نه لري، خو که چېرې دا ثابته شي، چې د بشارالاسد پلوي ځواکونو کیمیاوي وسلې کارولې دي، د واشنګټن لپاره به د دغې لوبې "بنسټ بدل شي".

اوباما دا خبرې د کاستاریکا له ولسمشرې لورا چینچیلا سره یوې خبري غونډې ته کړې دي.

هغه ویلي، چې سوریې ته د امریکايي ځواکونو استول نه د سوریې په ګټه دي او نه هم د امریکا.

خو اوباما ویلي، که چېرې د بشارالاسد له لوري د کیمیاوي وسلو د کارولو دقیق ثبوتونه پیدا شي، د سوریې د کړکېچ په تړاو به لا ډېر ټینګ ګامونه واخیستل شي.

تېره اونۍ داسې رپوټونه ورکړل شوي وو، چې ګني د سوریې واکمن نظام پلوو ځواکونو تر "سرې کرښې" پښې اړولې او کیمیاوي وسلې یې کارولې دي.

اوباما ویلي: "د امریکايي ځواکونو د قومندان په توګه دا لیرې نه بولم، زه لاهم دا واک لرم، چې د امریکا د ګټو او ملي امنیت بشپړه دفاع وکړم".

اوباما زیاتوي چې د امریکا اداره داسې ثبوتونه لري، چې ګني په سوریه کې کیمیاوي وسلې کارول شوې دي، "خو په دې نه پوهېږو چې دا کار کله، څرنګه او چېرې شوی دی".

ده ویلي، که چېرې دقیق ثبوتونه ترلاسه شي، چې رښتیا هم کیمیاوې وسلې کارول شوې، نو هلته به لوبه بدله شي، ځکه چې دا امکان شته چې کیمیاوي وسلې د حزب الله په څېر ډلو لاس ته ولوېږي.

وژل شوي

سوریه
د عکس تشریح، سوري ځواکونه په البیضا کلي کې د ۴۲ کسانو په تازه وژنې او اعدامولو تورن شوي.

پر همدې مهال، د سوریې مخالفو فعالانو ویلي، چې د حکومتي ځواکونو په نښتو کې د تېرې پنجشنبې په ورځ په البیضا کلي کې لږترلږه ۴۰ کسان وژل شوي دي.

په سوریه کې د سرغړونو د ثبوت یوه دفتر د هغو ۴۲ وژل شویو کسانو نومونه ښودلي، چې د سوري ځواکونو په ډزو وژل شوي.

په دوی کې درې ماشومان او شپږ ښځې هم دي، چې ویل کېږي، اعدام شوي دي.

د سوریې رسمي تلوېزیون ویلي، چې حکومتي ځواکونو په البیضا کلي کې یو شمېر "ترهګر" وژلي دي.

د سوري ځواک سرچینو هم منلې ده، چې په دغه کلي کې د ډزو غږ اورېدل شوی.