دوبۍ کې ۳ برتانویان د مسکراتو لرلو په تور بندیان شول

د متحده عربي اماراتو دوبۍ کې درې برتانویان د نشه يي توکو په کارونې او له ځانه سره د ساتلو په تور بندیان شوي.
د محکمې له خوا تورنو ته څلور کاله بند اعلان شوی.
محکمې ویلي، چې د دغې مودې تر تېرولو وروسته باید هر یو تورن (سونیت، جیر، ګرانت کامیرون او کارل ویلیمز) له دوبۍ وشړل شي.
په دوبۍ کې چارواکو دا هم ویلي، چې د تېر ۲۰۱۲ په اګست کې یې دغه درې واړه برتانوي سیلانیان ونیول.
د برتانیا لومړي وزیر ډیویډ کامیرون د هغو رپوټونو پر ادعا شویو معلوماتو اندېښنه ښودلې، چې ګني نیول شوي برتانیان ربړول شوي دي.
په دوبۍ کې د بي بي سي خبریال سیمون اتکینسون وايي، د جنایتونو ضد محکمې ناستې د تورنو د محکومولو په اړه ډېره لنډه ناسته وکړه.
زموږ خبریال وايي، چې تورنو تمه لرله، چې په حق کې به یې محکمه د شوې پرېکړې په پرتله ډېره درنه سزا واوروي، خو داسې ونه شول.




