د مور د شیدو لپاره بانک پرانیستل شو

د هند په راجستان ایالت کې د مېندو د شېدو ( پيو) لومړي بانک فعالیت پیل کړ او له دغه بانک سره د ۱۲ یونټه شیدو مرسته شوې. دغه بانک یوه غیر دولتي سازمان ( ما باګوتې وکاس سنتاس) د اودهې پور ښار په پان دهايي روغتون کې پرانیستی.
د دغه بانک مسوولین وايي د بانک له شیدو نه به هغه ماشومان ډېره ګټه واخلي، چې د ناروغیو له خطر سره مخامخ دي او د روغتون په ( جدي پاملرنه ) څانګه کې درملل کېږي.
بوهري بي بي لومړۍ مور ده، چې له دغه بانکه یې د خپل ماشوم لپاره شیدې تر لاسه کړې.

د بانک مسوولین وايي د ۲۸ ورځو یوې ماشومې د مور پیو ته اړتیا درلوده او مور پلار یې له دوی نه شیدې تر لاسه کړې.
د دوی په وینا د ماشومې لپاره د بانک شیدې ګټورې وې او اوس یې روغتیايي حالت په ښه کېدو دی.
د اودهې پور ښار د دغه ( دېویا مدر بانک) یوه مسووله ارچنا شکتاوت وايي : "که څه هم دا یو نوښت دی، خو په اړه یې د خلکو غبرګون ډېر مثبت دی."
د نوموړې په وینا په ښځو کې په دې اړه د شعور بیدارولو لپاره غوڼدې جوړوي. هغې زیاته کړه: " موږ پوهېږو، چې په دي باره کې یو څه ناسم پوهاوی شته، خو هڅه کوو دغه ناسم پوهاوی له منځه لاړ شي."

ارچنا شکتاوت وویل:
"فارمولا شیدې د ماشومانو د روغتیا لپاره ګټورې نه دي، خو د مور شیدې د ماشوم لپاره د لومړي واکسین کار کوي او تر ټولو غوره دي."
د هغې په خبره سازمان یې په دې باره کې د مېندو پوهولو لپاره کار کوي. د دغه بانک مسوولین وايي په شمالي هند کې دخپل ډول دا لومړی بانک دی.








