جان کېري بيت المقدس او لوېديځې غاړې ته ځي

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري بيت المقدس او لوېديځې غاړې ته د تلو تکل کړى دى. دا به منځني ختيځ ته د ده درېيم ورتگ وي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت دا رد کړه چې گنې په دې کتنه کې به ښايي د سولې کوم نوى پلان وړاندې شي.
د وزارت په وينا، کتنه ددې لپاره ده چې د سوله ييزو خبرو شونتيا وڅېړل شي.
منځني ختيځ ته ورتگ د ښاغلي کيري پر آسيايي کتنو نوى ورزيات شوى چې د بهرنيو چارو د وزير په توگه په لومړي ځل ورغلى دى.
تر منځني ختيځ د مخه به جان کيري د سوريې پر حالاتو د غږېدو لپاره په استانبول کې هم لنډ تم شي.
ښاغلي کيري د لوى امريکايي دپلومات په توگه خپل بهرنى سفر لومړى له مصر نه پيل کړى و.
دغه راز يې تېره مياشت منځني ختيځ ته د ولسمشر اوباما ملگرتيا هم وکړه او وروسته يې د اسراييلو له صدراعظم بنيامين نتانياهو او د فلسطينيانو له مشر محمود عباس سره هم جلا جلا کتنې درلودې.
ټاکل شوې د امريکا د بهرنيو چارو وزير يو ځل بيا له دواړو مشرانو سره د اپرېل پر نهمه او لسمه جرگه شي.
د بهرنيو چارو وزارت وياندې ويکټوريا نيولاند وويل جان کيري نه غواړي چې کومه لويه طرحه مخې ته کړي.
هغې ټينگار وکړ چې دا کتنه يوازې د ښکېلو خواوو د نظرونو د اورېدو لپاره ده.
په منځني ختيځ پسې به ښاغلى کيري، سيول، بېجينگ او توکيو ته هم وخوځېږي.








