ايران کې د زلزلې له امله د وژل شويو کسانو شمېر ۲۵۰ ته رسېدلی

د عکس سرچینه، AP
له ايران ورکړل شوې وروستۍ شمېرې ښيي چې د ختيځ اذاربايجان په ولايت کې د شويو دوو زلزلو له امله د وژل شويو شمېر له ۲۵۰ کسانو اووښتی.
ايراني رسنيو د دغه هېواد د بيړني حالت د همغږۍ سازمان د مشر حسن قديمي له قوله ويلي چې په دغو زلزلو کې له ۲۰۰۰ ورپورته نور ټپيان شوي دي.
ښاغلي قديمي د ژغورنې د عملياتو د پای ته رسېدو په اعلانولو سره وويل چې ټولټال ۱۱۰ کليو ته زيان رسېدلی دی.
وړاندې تردې ویل شوي وو چې د هوا د تیارې له امله په زلزله ځپل شوې سيمه کې د ژغورنې هڅې او د ژوندي پاتې کسانو د پيدا کولو لټه له خنډونو سره مخامخ شوې ده.
دغو دوو پر له پسې زلزلو د (شنبه، اګست ۱۱) د ايران د ختيځ اذاربايجان د اهر او ورزقان ښارونه ولړزول.
د دغې زلزلې زور دومره زيات وو چې ټکانونه يې د ايران په لويديځ کې د اروميه، مراغه او اردبيل ترڅنګ په نورو ښارونو کې هم احساس شول.
د ژغورنې هڅې
ايراني چارواکو ويلي چې د ختيځ او لوديديځ اذاربايجان او اردبيل ټول روغتونونه د ناروغانو د درملنې لپاره اماده دي.
دوی وايي زلزله ځپلو ته يې د اړتيا وړ خوراکي توکي، کمبلې او د سرپناه لپاره خيمې ور استولي دي.
دوی وايي همدا اوس د مرستو رسولو نژدې ۱۰۰ ډلې او نژدې ۹۰۰ مرسته کوونکي او ژغورونکي په سيمه کې دي.
دغه راز په زلزله کې د ممکنه ژوندي پاتې کسانو د څرک لګولو لپاره د “موندونکو سپيو” ډلې هم سيمې ته استول شوې دي.








