کوفي عنان د سوریې ماموریت پرېږدي

د عکس سرچینه، AFP
- Author, ابراهیم امیري
- دنده, لندن
د سوریې لپاره د نړیوالې ټولنې استازي کوفي عنان د منځګړي په توګه خپله دنده پرېږدي.
نوموړی به د اګست میاشتې په پای کې په سوریه کې د کړکیچ د هوارولو په برخه کې د ملګرو ملتونو او عربي اتحادیې له استازیتوبه لاس واخلي.
ښاغلي عنان د روان کال د فبرورۍ له میاشتې راهیسې په سوریه کې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو هڅې او په جګړو کې د ښکېلو غاړو ترمنځ منځکړيتوب کاوه.
په جینیوا کې د خبرو پرمهال کوفي عنان وویل د امنیت په شورا کې اختلافاتو او په سوریه کې مخ په زیاتېدونکي تاوتریخوالي د ده د رول اغېزه بدله کړه.
ښاغلی عنان وايي ده دغې دندې ته په سوریه کې د سولې په خاطر غاړه ایښې وه خو سوله اوس هم یوه ننګونه ده.
ښاغلي عنان وویل دی د خپلې دندې د پرېښودلو خبره پر داسې مهال کوي چې په دمشق او حلب کې د یاغیانو او دولتي ځواکونو ترمنځ نښتې روانې دي.
ښاغلي عنان زیاته کړه چې د ده یا بل هر چا لپاره ناشونې ده چې د سوریې له حکومت او مخالفینو سره کار وکړي چې د کړکیچ د حل په خاطر سیاسي بهیر کې ورګډ شي.
د ښاغلي عنان په وینا د سوريې حکومت په بیا بیا د سولې شپږ مادیز پلان ردوي او بله غاړه مخالفین له تاوتریخوالي لاس نه اخلي.
د یادولو ده چې د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو او عربي اتحاديې د استازي په توګه د کوفي انان ماموریت د اګست د میاشتې په پای کې پای ته رسیږي چې په خپله وینا یې نور نه غواړي دغې دندې ته دوام ورکړي.








