خپګان او اندېښنې وختي مړینې پېښوي

هغه وګړي چې ډېرې اندېښنې او خپګان کوي، له ورپېښو ناروغیو نه په آسانه نه رغېږي

د عکس سرچینه، Science Photo Library

د عکس تشریح، هغه وګړي چې ډېرې اندېښنې او خپګان کوي، له ورپېښو ناروغیو نه په آسانه نه رغېږي
    • Author, خسرو سنګروال
    • دنده, لندن مېشتى افغان ډاکټر

په برتانیا کې یوې نوې ترسره شوې څېړنې برسېره کړې ده چې د خپګان Depression او اندېښنې Anxiety په څېر سپک عصبي رنځونه په وګړو کې د وختي مړینې شونتیا په سلو کې ۱۶ ځلې ډېروي.

ډاکټران لا له پخوا راهیسې پوهېدل چې شدیدې عصبي ناروغۍ، لکه ژور خپګان او سرمغزنتوب Schizophrenia، د دې ناروغانو ژوند په منځنۍ توګه شل کاله رالنډوي، خو دا چې اوس سپکې عصبي ناروغۍ هم د وختي مړینې پېښې ډېروي، د عامه روغتیا څانګپوهانو ته د اندېښنې وړ ده.

په دې څېړنه کې ۶۸۰۰۰ داسې وګړي، چې د زړه او چنګاښي ناروغیو له کبله بې وخته مړه شوي دي، څېړل شوي، او جوته شوې ده چې ډېری دا وګړي له سپکو عصبي خړپړتیاوو رنځېدل.

څېړونکو سودا ښودلې ده چې، څنګه چې سپک عصبي رنځونه په ټولنه کې په پراخه پیمانه پېښېږي، عامې روغتیا ته دې د دې رنځونو ګواښ جدي وبلل شي.

د ځینو شمېرو له مخې هر څلورم کس په یو سپک عصبي رنځ اخته دی، او ډېری وخت دا رنځونه ناتشخیص شوي پاتې دي.

سپک خپګان Mild Depression او اندېښنه د سپکو عصبي رنځونو دوه داسې بېلګې دي چې په پرتلیزه توګه ډېر وګړي ورسره لاس او ګرېوان دي.

باور دا دی چې په سپکو عصبي رنځونو اخته وګړي ډېری وخت د غم غلطولو په موخه نشه یي توکو ته مخه کوي

د عکس سرچینه، PA

د عکس تشریح، باور دا دی چې په سپکو عصبي رنځونو اخته وګړي ډېری وخت د غم غلطولو په موخه نشه یي توکو ته مخه کوي

څانګپوهانو لارښونه کړې ده چې دا موندنې په کار ده ډاکټران دې ته اړباسي چې د دې ناروغانو درملنې ته نوی او اغېزمن چلند خپل کړي.

باور دا دی چې په سپکو عصبي رنځونو اخته وګړي ډېری وخت د غم غلطولو په موخه الکول، سګرټو او نورو زیانمنونکو نشه یي توکو ته مخه کوي، چې دا توکي په خپل وار وژونکې ناروغۍ زېږوي.

پر دې سربېره هغه وګړي چې ډېرې اندېښنې او خپګان کوي، له ورپېښو ناروغیو نه په آسانه نه رغېږي.

دا ډله وګړي په خپلې روغتیا پسې هم ډېر نه ګرځي، چې دا هرڅه ستونځه لا پسې پراخوي.

لارښونه دا ده چې هغه کسان چې ځان یا د کورنۍ غړي پرته له کوم څرګند لامل نه خپه یا اندېښمن مومي، نو د ډاکټر سره دې وختي مشوره وکړي.