د بالي ووډ وتلې هنرمنده ليلی خان وژل شوې

ليلی خان

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، لیلی خان په ډېرو فلمونو کې کار کړی خو وفا يې مشهور فلم دی.

د هند د ممبيي پوليس وايي د باليووډ د هنرمندې لیلی خان له کوره د انسانانو جسدونه ترلاسه شوي او داسې برېښي چې پخپله ليلی خان هم د هغو په مينځ کې ده.

امنيتي چارواکي وايي ليلی خان، د هغې مور سلينا او د کورنۍ نور څلور غړي يې له تېرې څه مودې راهيسې په ممبيي کې لادرکه وو او له هغه راهيسې پوليس د دوی په لټه کې وو.

ليلی خان د هند په ډېرو فلمونو کې کار کړی خو له راجېش کهنه سره د وفا په فلم کې د هغې کار دغه فلم ډير مشهور کړ.

په دغه فلم کې د مينې محبت يوه ډیره په زړه پورې او زړه راښکونکې کیسه وړاندې شوې ده.

پوليسو څو ورځې وړاندې د ليلی خان پلندر (ناسکه پلار) پرويز ټاک نيولی وو او د پوليسو وينا ده چې پرويز ټاک د لیلی خان په ګډون د نورو کسانو پر وژنې اعتراف کړی دی.

له پرويز ټاک نه له پوښتنو اختنو وروسته پوليسو د ليلی خان له کوره دغه جسدونه راښکلي او پوليس وايي اوس د دغو جسدونو طبي معاينه ( ډي ان اې ) کوي.

د ممبيي د جرمنو د څېړلو د څانګې د همغږۍ مشر همانشو رای یوه خبري کنفرانس ته د معلوماتو ورکولو پر مهال ويلي، دغه جسدونه د اګتپورې سيمې په ګاونډ کې د لیلی خان په کور کې پيدا شوې دي.

ښاغلی رای وايي په دغو جسدونو کې يو د یوه نارينه ده چې فکر کېږي د ليلی خان د ورور عمران به وي او پاتې پنځه جسدونه د ښځو دي.

د لیلی خان د ډي ان اې ازموینو ته به د هغې له اصلي پلار نادر پټيل سره چې لا هم ژوندی دی، سر ورکړل شي.

پوليس وايي پرويز ټاک په خپلو څرګندونو کې ورته ويلي چې له پخواني ميړه سره د نژدې اړيکو د لرلو له امله له خپلې ښځې سلينا نه ناراضه وو.

پرويز ټاک د سلينا دريم مېړه دی.