"پاکستاني چارواکي د امريکا ملگري دي بريد پرې روا دى"

د عکس سرچینه، no credit
- Author, نعمت الله کریاب
- دنده, له کونړه
د پاکستاني طالبانو پخواني مرستيال د پاکستان د حکومت دا ادعا چې ګوندې پاکستاني طالبانو ته په افغانستان کې خوندي ځايونه ورکړل شوي، د خندا وړ بللي.
مولوي فقير محمد له پاکستان سره جګړه سخته وبلله او وې ويل که په افغانستان کې د امريکا خلاف د جګړې جواز وي، نو پاکستان کې ځکه شته چې د ده په وينا دغه هېواد يې د لومړۍ ليکې ملګرى دى.
له يو ناڅرګند ځايه د پاکستاني طالبانو د غورځنګ پخواني مرستيال د پاکستان د حکومت دا تورونه بابيزه وبلل چې پاکستاني طالبان له افغانستانه ور اوړي او پر پاکستاني پوځيانو بريدونه کوي.
مولوي فقير محمد وويل پاکستاني طالبان اوس هم د پاکستان دننه د ډېرو پخو ځايونود په نښه کولو توان لري.
مولوي فقير محمد وايي افغانستان د دې وس نه لري چې د خپل يوه هسې مخالف پر ضد راپورته شوو ته ځاى ورکړي چې د ده په خبره د افغانستان ټيکاو نه غواړي.
ده افغانستان را وننګاوه چې که پاکستان يې مخالفينو ته پنا ورکولى شي، نو افغانستان ولې په دې کې پښه نيولى دى:
''د پاکستان د حکومت پر افغانستان دا الزامونه لګول چې د افغانستان له پولو نه طالبان راځي او پر پاکستان حملې کوي نو دا خبره د هغو ځکه بې بنياده ده چې حملې دننه په پاکستان کې کېږي.
هغه بله ورځ چې کوم پوځيان نيول شوي، يا وژل شوي او يا يې سرونه غوڅ شوي، د پاکستان په داخل کې شوي..
د افغانستان حکومت موږ ته پنا نه ده راکړې او نه د اوس لپاره د دې وس لري، خو موږ په دې اميد يو چې په افغانستان کې الله داسې يو حکومت راولي، چې هغه د مسلمانانو د پنا ځاى وګرځي او د دې جوګه شي چې هر څوک چې په افغانستان کې نه يو نظام نه پرېږدي او نه يو نظم پرېږدي، بايد چې غاښ ماتوونکى ځواب ورکړي.''
مولوي فقير محمد د پاکستاني طالبانو ترمنځ د درز خبره رد کړه او ويې ويل پاکستاني طالبان د افغانستان په کشاله کې بې طرفه دي.
ده له پاکستان سره جګړه سخته خو نا پايه وبلله، او ویې ويل که په افغانستان کې د امريکا شتوالى نه شي منل کېدى، نو پاکستان هم د ده په ټکو د نه زغم ځکه دى چې دغه هېواد د امريکا له لومړنيو ملګرو او مرسته کوونکو څخه دى.
دې پرخبرو باور نه لري او خپل هېواد د نورو په چارو کې پر لاسوهنه تورنوي:
د جګړې محاذ
''په مذاکراتو کې موږ مکمل نا امېده شوي يو، زموږ سره خبرې خو لا څه چې د ګاونډيو هېوادونو سره چې په کوم چل روان دى، خصوصاً د افغانستان له مسلمانانو سره چې کوم ظلم او زياتى روان دى زموږ کوښښ دا دى چې دا به دې ته تيارېږي چې سر ښکته کړي. زموږ د جګړې محاذ پاکستان دی.
که په افغانستان کې امريکايان څوک نه برداشت کوي نو په پاکستان کې هم دا نه شي برداشت کېدى چې پاکستان دې د امريکا ملګرى وي او مرسته دى ورسره کوي.''
مولوي فقير محمد دغه څرګندونې له هغه څو ورځې وروسته کولې چې هلته د دير ولسوالۍ په براول کې پاکستاني طالبانو له ګڼو پاکستاني پوځيانو سرونه پرې کړل.








