ایمن الظواهري اسامه یو سخي او ساده انسان بللی

د عکس سرچینه، AP
د القاعدې نوي مشر په يوه ويډيويي وينا کې خپل سلف- اسامه بن لادن د يوه سخي او ساده انسان په توگه ستايلى دى.
ايمن الظواهري ويلي چې بن لادن خپله ټوله شتمني د جهاد په لار کې لگولې او د سپټمبر د يوولسمې بريدونه هم پدې کې راځي.
اسامه بن لادن ديارلس مياشتې دمخه د امريکا ځانگړو ځواکونو اسلام آباد ته نژدې په يوه کور کې وواژه.
تر دغې پېښې لږ وروسته، ايمن الظواهري چې د القاعدې په مشرتابه کې دويم کس و، د بن لادن ځايناستى شو.
د ظواهري دا ويډيو د اسامه بن لادن په اړه د هغه د يادونو د دويمې برخې په نامه پر اسلامپالو وېبپاڼو راغلې او د يوه خواله بڼه لري.
دى وايي: ''شتمن اسامه په سخاوت سره پيسې لگولې، په تېره بيا د ٢٠٠١ کال د سپټمبر د يوولسې بريدونو او تر دې وړاندې پر ١٩٩٨ کال په دوو افريقايي پلازمېنو کې د امريکا پر سفارتونو د بريدونو د سمبالښت لپاره.''
خو ظواهري وايي چې اسامه په شخصي ژوندانه کې ډېر ساده و او له جهاد پرته يې پر بل شي لگښت نه کاوه.
بن لادن د سعودي عرب په يوې شتمنې کورنۍ پورې تړلى و چې د ودانولو شرکتونه يې درلودل.
د القاعدې د پخواني مشر شتمني د ٣٠ او ٣٠٠ ميليونو ډالرو ترمنځ اټکل شوې ده.








