جنوبي وزیرستان کې څارګرو الوتکو لس کسان وژلي

د عکس سرچینه،
پاکستان وايي د امریکا څارګرو الوتکو برید جنوبي وزیرستان کې لږترلږه لس اورپکي وژلي دي.
راپورونه وايي، برید د ملا نذیر د اورپکې ډلې د یوه وژل شوي قومندان د فاتحې اخیستو پرځای شوی دی.
په برید کې درې کسان ټپیان شوي هم دي.
سیمه ییزو چارواکو ویلي، برید د یکشنبې پر ګهیځ له واڼه نژدې پنځلس کیلومتره لیرې لوېديځ لوري ته د برمل ولسوالۍ په وچه دانه سیمه کې شوی.
ملنګ په تېره شنبه د امریکا د څارګرې الوتکې په توغندوییز برید کې ووژل شو.
دا په تېرو څلریشتو ساعتونو کې پر دغه سیمه د څارګرو الوتکو دویم توغندوییز برید دی.
فرانس پرېس خبري اژانس د یوه چارواکي په حواله ویلي چې "لږترلږه په دې برید کې پنځه وسله وال وژل شوي، په نښه شوی کور بشپړ ویجاړ شوی دی."
د ویلو ده چې پر ډیورنډ کرښه پرته قبایلي سیمه له تېرو څو کالو راهیسې د امریکا څارګر بریدونه دوام لري، چې پر اورپکو سربېره یې ګڼو ولسي وګړو ژوند هم اخیستی دی.








