واڼه: څارګرو الوتکو دوه قومندانان وژلي

د عکس سرچینه، Getty
د پاکستان په شمال لوېديځ سوېلي وزیرستان کې د امریکا څارګرو الوتکو په برید کې دوه کسان وژل شوي دي.
پاکستان وژل شوي کسان د ملا نذیر د اورپکې ډلې قومندانان بللي دي.
چارواکو بي بي سي ته ویلي چې دا برید د شنبې ورځې د سهار پر نهو بجو واڼه ته نژدې لوېدېځ لوري ته په خوشي خېلو کلي شوی دی.
په برید کې یو ګاډی په نښه شوی، چې ویل کېږي د یوې اورپکې ډلې دوه قومندانان یې لېږدول.
دوی وايي چې دا ګاډی په یوه ډاګ کې د ولسي خلکو د اوسېدو له ځایه لیرې و.
پر ګاډي دوه توغندي ویشتل شوي.
چارواکو ویلي چې په وژل شوو کې د ملا نذیز ډلې د قومندان ملنګ کوچنی ورور رحمن علي او بل د هغه ملګری دی.
سیمه ییزو چارواکو ویلي چې د برید پرمهال ملنګ هم په سیمه کې و، خو سم لاسي د برید له ځایه تښتېدلی دی.
دوی وايي چې په برید کې په نښه شوی ګاډی او ویشتل شوي کسان سوځېدلي دي.








