د لیډي ګاګا پیاله په ۵۷ زره ډالرو وپلورل شوه

د جاپان توکیو کې د امریکايي فلمي ستورې لیډي ګاګا هغه پیاله، چې چای یې په کې څښلې وې، په ۵۷ زره ډالرو وپلورل شوه.
له دې کار موخه د ځوانو جاپاني هنرمندانو لپاره د خیرات راټولول ښودل شوي دي.
دغه هنرمندان غواړي چې په دې پیسو د تېر ۲۰۱۱ مارچ میاشتې د جاپان له زلزله ځپلو سره مرسته وکړي.
پر دغې سپینې او ژبړبخنې زرینې پیالې د ګاګا سرې شونډې او د هغې لاسلیک انځور شوي دي.
راپور وايي له هغه وخت راهیسې چې هغې په دې پیاله کې چای څښلی، دا پیاله نه ده مینځل شوې.
هغې په تېر جولای کې د جاپان په توکیو جان روز کې له امریکايي سفیر سره د ګډې غونډې پرمهال په دې پیاله کې چای څښلی دی.




