نیپال کې سېلاب ۱۳ کسان مړه کړي

د عکس سرچینه، AP
د نیپال یو بند له مات شوی، چې د سېلاب له امله لږترلږه ۱۳ کسان مړه شوي دي.
دا سېلاب د هېواد له لوېديځ اناپورنا غره سره نژدې راغلی دی.
روسي سیلانیان هم د ورکو شوو کسانو په ډله کې دي، خو نومونه یې نه دي په ډاګه شوي.
سېلاب د نیپال دویم لوی ښار پوخارا ته هم رسېدلی دی.
نیپالي هڅه کوي چې د یاد شوي غره لمن او د سېلاب سیمې ته ځانونه ورسوي.
ګڼ کسان له کورونو له خپلو څارویو سره سېلاب لیرې وړي دي.
پولیس وايي د لانورو قربانیانو د موندلو په لټه کې دي.




