امریکا ګوانتانامو کې 'د ۹/۱۱ طراحان' محاکمه کوي

د عکس سرچینه، AFP
پنځه کسان چې په امریکا کې د سپتمبر د ۱۱ د بریدونو پلانولو کې په لاس لرلو تورن دي، بېرته ګوانتانامو زندان ته د محاکمې لپاره استول شوي دي.
درې کاله مخکې چې ولسمشر بارک اوباما وویل د ګوانتانامو زندان به وتړي، ددغو تورنو دوسیې وځنډول شوې.
هغه مهال اوباما ویلي وو چې تورن کسان به په ملکي محکمه کې محاکمه کېږي.
د خالد شیخ محمد په اړه، چې د سپتمبر د ۱۱ د بریدونو اصلي طراح ګڼل کېږي، ویل کېږي چې په ګوانتانامو زندان کې به په رسمي توګه محاکمه شي.
ویل کېږي چې د ګوانتانامو زندان ته د نویو ټاکل شوو اصولو له مخې تورن کسان د شکنجې پرضد اپیل نه شي کولی.
خو دفاعي وکیلان لاهم وايي چې هلته قانوني سیستم نه شته؛ ځکه چې تورن کسان له خپلو وکیلانو سره نه شي لیدلی.
د تورنو کسانو د محاکمې د لیدلو لپاره، د سپتمبر د ۱۱ په بریدونو کې د قربانیانو ځینې غړي هم ګوانتانامو ته بېول شوي دي.
په بریدونو 'ویاړ'
د ۹/۱۱ په بریدونو کې اصلي تورن ''خالد شیخ محمد، او څلور نور کسان، ولید بن عطاش، رمزي بن شیبه، علي عبدالعزیز علي او مصطفی احمد الحوساوي دي.
دوی ټول د امریکا نیویارک ښار کې د ۲۰۰۱ د سپتمبر د ۱۱ د بریدونو اصلي طراحان ګڼل شوي دي.
د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱ په بریدونو کې ټول ټال ۲۹۷۶ کسان ووژل شول.
پر یکشنبه دغو کسانو ته د ترهګرۍ، تښتونې او وزنې په ګډون تورونه وړاندې کېږي.
د رمزي بن شیبه ملکي وکیل جیم هرینګټن اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي چې موکل یې مخکې ویلي چې هغه پر خپلو کړنو ویاړي او رسمي تورنېدو ته هېڅ اړتیا نه لري.
شکنجه
په ۲۰۰۹ کې د اوباما اداې هڅه وکړه چې دغه تورن کسان د امریکا ملکي محکمو ته د محاکمې لپاره ولېږدوي، خو د ۲۰۱۱ په اپریل کې یې خپله پرېکړه بېرته واخیسته.
پنځه واړه تورن د وروستي ځل لپاره د ۲۰۱۱ په جون کې تورن وپېژندل شول.
پنتاګان (د امریکا دفاع وزارت) مخکې ویلي چې پاکستانی الاصله کویتی خالد شیخ محمد له الف تر یا پورې د ۹/۱۱ د بریدونو اصلي طراح دی.
په مخکنۍ محاکمه کې هغه ویلي وو چې پر خپلو کړنو ویاړي او د شهادت هرکلی کوي.
خالد شیخ محمد د ۲۰۰۳ په مارچ کې پاکستان کې ونیول شو او له ۲۰۰۶ کال راهیسې په ګوانتانامو زندان کې بندي دی.
امریکايي څارنوالان ادعا کوي چې خالد شیخ محمد په ځینو نورو 'ترهګریزو' فعالیتونو کې هم لاس لري.
پر نوموړي تور دی چې په ۲۰۰۲ کال یې د بالي پر یوه نایټ کلب، اندونیزا، او ۱۹۹۳ کال کې پر نړیوال سوداګریز مرکز د بمي بریدونو طرحې جوړې کړې دي.
پر هغه دا تور هم دی چې په ۲۰۰۱ کال یې د بوټو په مټ د یوه بم په الوځولو د یوې الوتکې د چوولو هڅه کړې او د امریکايي خبریال دانیل پیرل په وژنه کې ښکېل و.
خالد شیخ محمد وايي، چې په کیوبا زندان کې د سي آی اې اجنټانو سخت شکجنه کړی دی.
د سي آی اې اسنادو منلې چې خالد شیخ محمد ته په اوبو کې تر ۱۸۳ ځلې ډېرې غوټې ورکړل شوې دي.








