د برما مخالفه مشره د پارلمان پرانیستې غونډې ته ورځي

د عکس سرچینه، Reuters
د برما مخالفه مشره انګ سان سوچي وايي د پارلمان پرانيستې غوڼدې ته به ورځي چې نن ترسره کېږي.
په پارلمان کې د دې ډيموکراسۍ پلوه غړي، چې د روان اپرېل به لومړۍ کې ازادو ټاکنو کې غوره شوي، د دې پلنیوی کوي.
پروهن (یکشنبه/ اپریل۲۲) مخالفې ټلوالې (د دیموکراسۍ لپاره ملي یووالی) ګوند ویلي و چې د دوشنبې پر ورځ به پارلمان ته د لوړې ترسره کولو پر سر د اختلاف له کبله نه ورځي.
د مخالف ګوند مشرې انګ سان سوچي یوه له هغو ۴۳ وکیلانو ده، چې پارلماني ټاکنو کې یې ګډون کړی و.
وکیلان د اساسي قانون د "درناوي" لپاره لوړه کوي، نه د "ملاتړ" لپاره یې.
د ملي یووالي ګوند وايي، چې د مخکنۍ پوځي شورا له لوري جوړ شوی اساسي قانون نادیموکرات دی.
ددغه ګوند ویاند بي بي سي ته ویلي چې "د پارلمان غونډې ته به د لوړې د بڼې تر بدلولو پورې ور نه شو."
درز
په بنکاک کې د بي بي سي خبریاله راشیل هارفي وايي، د ملي یووالي ګوند خپل دا ګام د لومړي غبرګون ښودلو په موخه اخیستی دی.
هارفي زیاتوي، چې انګ سان سوچي تل پر خپل دريځ ولاړه ده، او دا به ګرانه وي، چې د حکومت له لوري له څه ناڅه تېرېدنو پرته دې هغه خپل دريځ بدل کړي.








