څېړنه: بابون بیزوګان په لیکلو تورو پوهېدی شي

د عکس سرچینه، AFP
فرانسه کې پوهانو ویلي چې د ''بابون'' د نسل بیزوګانې کېدای شي د کمپیوټر پر ښيښه په لیکل شوو تورو پوی شي.
څېړونکو شویلي چې د بیزوګانو دغه ډول ددې امکان هم لري چې ریښتيني توري له ګډوډو تورو بېل کړي.
دوی وايي، که چېرې دغې بیزوګانې وروزل شي، که څه شی ونه شي لوستلی، لږترلږه پرې پوهېدلی خو شي.
د څېړنې پایلې ښيي چې دا څېړنه ددغو بیزوګانو پر مهارتونو راټوله ده.
ددې څېړنې پایلې چې د ګرینګز او جویل واګوت په مټ به ایکس مرسیلیا پوهنتون کې ترسره شوې، د ساینس په مجله کې خپره شوې ده.
څېړونکو خپله څېړنه پر هغو بابون بیزوګانو ترسره کړې ده، چې په دغه پوهنتون یې څېړنې ته یوه څانګه ځانګړې شوې ده.
واګوت چې ددغه پروګرام مشر دی وايي ''په دې څېړنه کې ټولو حیواناتو ته د ګډون دروازه پرانیستې ده، او ټول حیوانات د کمپیوټر په مټ ازمایل شوي.''
د ازموینې په ځای کې د کمپیوټر پر سکرین (ښيښه) له څلورو تورو جوړه یا یوه ساده کلمه اېښودل شوې او یا داسې توري پرې لیکل شوي چې هېڅ مانا نه لري.
بیزوګانو هغه توري په نښه کړي او یا یې اشاره ورته کړې ده، چې معنا ولري، او هغو تورو ته یې بېله اشاره کړې، چې مانا نه ورکوي.
واګوت زیاتوي، چې بیزوګانو دا کار له ډېرې روزنې وروسته کړی دی.
دی زیاتوي:''د دان په نامه یوه بیزو په دې وتوانېده چې ان د ۳۰۰ کلمو ترمنځ معناداره کلمې بېلې کړي.''








