کراچۍ کې ځانمرگي بريد څلور کسه ووژل

د عکس سرچینه، BBC World Service
د پاکستان په لوى ښار کراچۍ کې يو ځانمرگي بريد لږ تر لږه څلور کسان وژلي او تر ١٢ ډير نور يې ټپيان کړي.
چارواکي وايي چې بريدگر د ملير په سيمه کې د يو لوړپوړي چارواکي راو انور موټر چې په کاروان کې روان وو په نخښه کړى.
رپوټونه وايي چې بريدگر په موټر سايکل سپور و.
پاکستانې طالبانو د دې پېښې پړه په غاړه اخيستې.
په بريد کې راو انور ته څه زيان نه دى رسېدلى خو دى وايي چې د مرگ گواښونو ورته کېدل.
"دا بريد پر ما و. زه په ملير کې د خپلې ډلې سره روان وم چې دا چاودنه وشوه. زه ژوبل نه يم خو زما ځينې کسان ټپيان شوي دي."
د سيالو سياسې گوندونو تر منځ جگړه او د طالبان له خوا د بريدونو له کبله د کراچۍ ښار تر ډېره د داسې پېښو شاهد و.
تېر کال په دې ښار کې لږ تر لږه ٨٠٠ کسان په داسې پېښو کې ووژل شول چې يا يې سياسي انگېزه لرله او يا هم د پاکستاني طالبانو له خوا ترسره شوي وو. سږکال تراوسه نژدې ٣٠٠ کسان وژل شوي دي.








