اوباما وايي له اتومي وسلو پاکه نړۍ غواړي

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي چې له اتومي وسلو د یوې پاکې نړۍ په هڅه کې دی.
نوموړي دا خبرې سوېلي کوریا د اتومي خوندیتوب سرمشریزې ته د تلو پرمهال کړې دي.
بارک اوباما ویلي چې له نړۍ د اتومي وسلو د پاکولو په چاره د روسیې او چین همکاري غواړي.
ولسمشر اوباما او د څه باندې پنځوسو نورو هیوادونو مشران به د سویلي کوریا په پلازمینې سویل کې د اتومي امنیت په اړه سرمشریزه کې ګډون وکړي.
تر اړتیا ډېره اتومي وسله
بارک اوباما د جنوبي کوریا په هانکوک پوهنتون کې د وینا پرمهال وویل: ''په ډاډ ویلی شم چې موږ تر اړتیا ډېرې اتومي وسلې لرو.''
روسیه او د امریکا متحده ایالتونه په ۲۰۰۹ کې د تاریخي اتومي وسلو تړون لاسلیک کړ.
ددې دوه ورځنې سرمشریزې هدف په نړۍ کې د توغندیو د وسایلو په لا ډیر خوندي کولو د اتومي ترهګرې خطر کمول په ګوته شوی.
د شمالي کوریا اتومي پروګرام د غونډې په اجنډا کې نه دی شامل خو تمه کیږي چې د غونډې په څنډو کې به پرې بحثونه وشي.

د عکس سرچینه، AP
تر وړاندې ولسمشر بارک اوباما شمالي کوریا ته خبرداری ورکړ چې که راتلونکی میاشت خپل د توغندي د توغولو پلان عملي کړي نو ښايي له نورو بندیزنو سره هم مخامخ شي.
د سویلي کوریا په پلازمینه سویل کې له خپل کوریايي سیال لي موینګ بک سره د خبرو پرمهال ولسمشر اوباما وویل که شمالي کوریا خپل د توغندي د توغولو پلان عملي کړي ستونزمنه وي چې د خوړو په برخه کې مرسته ورسره وشي.
دا په داسې حال کې ده چې خبرونه وايي توغندی د توغولو ځای ته وړل شوی دی.
ولسمشر اوباما وویل شمالي کوریا به له ګواښونو او تحریکولو هیڅ ترلاسه نه کړي.








