د اوسکار بخت: غوره نارینه لوبغاړي
- Author, هدايت الله هميم
- دنده, کابل
د اوسکار د څلور اتیایمې دوره کې جورج کلوني، ګري اولډمن، بردپیټ، بیچیر او ژان دوژردن د غوره نارینه فلمي لوبغاړي د جایزو ګټلو لپاره سیالي کوي.
جورج کلونی: اولاد

د عکس سرچینه،
شاید سږ کال جورج کلوني وي. نوموړی د هالیووډ له ډېرو مطرح شوو ستورو څخه دی، خو تراوسه یې د غوره نارینه فلمي لوبغاړي جایزه نه ده ترلاسه کړې.
جورج کلوني تقریباً په دې وروستیو کلونو کې د اوسکار د غوره نارینه فلمي ستورو د جایزې ګټونکی ګڼل شوی.
هغه څو ځلې ونه شو کړای چې د څلورو کاندیدو کسانو له منځه د اوسکار د غوره نارینه لوبغاړي جایزه وګټي.
نوموړي په ۲۰۰۸ کال د سیریانا فلم لپاره د غوره لوبغاړي جایزه یووړه.
له کومیډي فلمونو نیولې د امریکا د ولسمشرۍ ته تر کاندیدېدو پورې هغه په ګڼو امریکايي فلمونو کې لوبېدلی.
کلوني د امریکا په کنتاکي ایالت کې په ۱۹۶۱ کال کې زیږېدلی. پلار یې د تلوېزیون د یوه پروګرام سابقه لرله.
چې بیا وروسته هم جورج دا دنده یوه موده مخته بوتله، خو په پای کې د ناسم چلولو له کبله وایستل شو.
دا چې هغه په ۱۹۸۰ لسیزه کې د بېلابېلو څېرو په بڼه لوبېدلی، خو د ۹۰ لسیزې په منځنیو کلونو کې هغه د تلوېزیوني ډرامې د "اورژانس برخه" کې ډېر وځلېده.
د همدې لسیزې په پای کې هغه په بټمن او رابین خپل اصلي رول لوبولی دی.
هغه د استیون سودربرګ یوه نژدې لوبغاړی و، چې شپږ ځلې د هغه په فلمونو کې لوبېدلی.
هغه د اوسکار په جایزو کې هغه لومړنی کس دی چې د "شپه مو پخیر او سلامتۍ سره" او "سیریانا" فلمونو کې د اوسکار جایزو ته کاندید شوی دی.
هغه سږ کال بیا د "نیمه مارچ" غوره فلمنامې او د "اولاد" د غوره لوبغاړي جایزو ته نومول شوی دی.
کلوني په "اولاد" فلم کې د پلار رول لوبولی، چې پخپل ژوند کې له دوو مهمو پرېکړو کولو سره مخامخ کېږي.
برد پیت: ماني بال

د عکس سرچینه،
د تل په څېر، جورج کلوني د "د اوشن یاران" فلمونو کې سږ کال د اوسکار د ریښتونې جایزې سیالۍ ته راوتلی دی.
هغه په وروستیو کلونو کې له جنیفر انیستون جلا او له انجلینا جولي سره یې اړیکه ټینګه کړې ده.
برد پیت په ۱۹۶۳ کال د امریکا په اوکلاهما ایالت کې زیږېدلی. هغه هم د کلوني په څېر خپل هنري ژوند تلوېزیون کې د کار له پړاوه پیل کړ.
هغه د کامرې پروړاندې د لومړي ځل لپاره په ۱۹۸۷ کال په دالاس فلم کې رامخې ته شو.
په نویمه لسیزه کې کله چې په "تلما او لونیز" ولوبېد، نوم یې د ګڼو سینمايي مینه والو په خولو راغی، خو د ډیویډ فینچر په دوو فلمونو کې ډېر مشهور شو.
په وروستیو کلونو کې د هغه ډېر مشهور فلمونه "اران اوشن، د بنجامین باتن عجیب برخلیک، بې شرفه حرامزاده ګان" و.
دا چې هغه مخکې د " ۱۲ میمون" او "د بنجامین باتن عجیب برخلیک" فلمونو کې د اوسکار دوو جایزو ته نومول شوی و، سږ کال غواړي د "ماني بال" فلم په پلمه د اوسکار جایزو ته ودرېږي.
پیت په دې فلم کې د بیس بال لوبې یو مخکنی لوبغاړی ښيي، چې په لږ بودیجه خپله لوبډله راغونډوي.
نوموړی په "د ژوند ونه" فلم کې هم لوبېدلی دی.
ګري اولډمن: خیاط، سرتېری او جاسوس

د عکس سرچینه،
په وروستیو کلونو کې اوسکار ته د کاندیدونو او جایزو ګټلو کې برتانوي فلمي لوبغاړو پاموړ لاسته راوړنې لرلې، چې له دې ډلې (کالین فرت، هلن میرن او کیت وینسلټ) یادولی شو.
خو په دغو ټولو کلونو کې، د ګري اولډمن ځای، چې د امریکايي فلمي مینه والو لپاره ناشنا و، د هغه ځای تش پاتې و.
یوځل بیا، هغه د سړې جګړې پرمهال په "خیاط، سرتېری او جاسوس" فلم کې د مخکني جاسوس رول لوبوي، چې د لومړي ځل لپاره د اوسکار جایزو ته نومول شوی دی.
په ۱۹۵۸ کال کې په لندن کې زیږېدلی دغه لوبغاړی د نورو مشهورو برتانوي لوبغاړو په څېر اوږده سینمايي مخینه لري.
هغه له نژدې دوو لسیزو راهیسې په لاس انجلیس کې اوسېږي.
دا چې هغه له اوما ترمن او ایزابلا روسلیني سره یارانه پالي، نوم یې څو ځلې خپرنیو ته راوتلی دی.
اولډمن چې یو وخت په شرابو روږدی و، اوس په نشه د روږدو کسانو له مرستندویانو سره یوځای شوی دی.
ژان دوژردن: آرټيسټ (هنرمند)

د عکس سرچینه،
لکه څنګه چې د آرټیسټ فلم اصلي شخصیت جورج ولنټاین نوم له دغه فلم سره نه یادېږي، په همدې اندازه په یوویشتمه پېړۍ کې د فرانسوي لوبغاړي ژان دوزردن نوم په دې فلم کې له لوبېدو سره شهرت وموند.
یوځل بیا، چې له فرانسې بهر کاملاً ناپېژندل شوې څېره وه، پرته له دې چې څوک یې دې په آرټسټ فلم کې غږ واوري، په سینمايي نړۍ کې یې د فلم له برکته څېره اشنا شوه.
په ارټسټ فلم کې د هغه لوبېدل نوموړي ته د نړۍ د بېلابېلو فلمي جشنونو او سینمايي سازمانونو له خوا له لسو ډېرې جایزې ورکړل شوې.
خو بیا هم هغه په مخ کې د جورج کلوني په څېر یو رقیب لري.
ژان دوژردن په ۱۹۷۲ کال د پاریس په یوه برخه کې وزیږېد، په سینما کې له راڅرګندېدود مخکې، هغه د یوه کومیډي په بڼه کار وکړ.
ديمين بیچیر: غوره ژوند

د عکس سرچینه،
دیمین بیچیر که څه هم د خپلو سیالانو په پرتله د اوسکار د جایزو ګټلو طالع نه لري، خو د اوسکار جایزې ته هغه په خپل تېر دیرش کلن ژوند کې تر ټولو ډېر خوشبینه ښکاري.
بیچر په غوره ژوند فلم کې د یوه ناقانونه کډوال په رول کې لوبېدلی، چې خپل زوی له ناوړه ډلو سره له یوځای کېدا لرې وساتي.
دا چې هغه په فلم کې لوبېدل په نیویارک کې زده کړي دي، خو معمولاً په مکسیکو کې لوبېدلی دی.
بیچیر په ۱۹۶۳ کال د مکسیکو په توریون ښار کې زیږېدلی.
هغه له انتوني کویین وروسته دویم مکسیکي نارینه اوسکار ګټونکی لوبغاړی دی.
هغه د فیډل کاسټرو په رول کې په "څه" فلم کې لوبېدلی چې نړیوال شهرت یې ورسره پیدا کړی دی.








