د اوسکار بخت: غوره ښځينه لوبغاړې
- Author, هدايت الله هميم
- دنده, کابل
مریل سټریپ: اوسپنیزه مېرمن

د عکس سرچینه، PA
شاید ټولو ته دا عادي برېښېدلې وي، چې مریل سټریپ په فلمي نړۍ کې د اوسکار جایزې ته ځان نومولی دی.
مریل اوولس ځلې د اوسکار جایزې ته ځان کاندید کړی، خو یوازې دوه ځلې یې جایزه ګټلې، چې وروستی ځل یې په ۱۹۸۲ کال د (سوفي انتخاب) په فلم کې وو.
امکان لري چې سږ کال هم هغه د هلن میرن او کالین فرت په څېر د برتانیا د سیاسي څېرو په رول کې په لوبېدو سره د اوسکار د اکاډیمۍ د غړو نظر ځانته ورجلب کړي.
او دا فرصت ومومي چې د برتانیا د مخکنۍ لومړۍ وزیرې مارګرېت تاچر په رول کې چې په اوسپنیزه مېرمن کې یې لوبولی دی، اوسکار ته ځان ورسوي.
هغې په دې رول کې د لوبېدو لپاره، د ګولډن ګلوب او بفتا جایزې وګتلې، او اوس ډېرې لرې هم نه ښکاري چې د اوسکار جایزه خپله کړي.
په ۱۹۴۹ کال د امریکا په نیوجرسي ایالت کې هغه دې نړۍ ته راغله، په ۱۹۷۱ کال په سینما کې هنري فعالیت پیل کړ.
د هغې لومړی سینمايي فلم د جولیا په نامه دی، چې په ۱۹۷۷ کال پکې لوبېدلې ده.
هغې ډېر ژر وکړای شو چې د رابرټ دونیرو (۱۹۸۷) او داستین هافمن (د کریمر پرضد کریمر، ۱۹۸۷) ترڅنګ شهرت ته ځان ورسوي، چې د لومړي ځل لپاره کریمر د کریمر پرضد جایزه یې وګټله.
د هغې له مشهورو فلمونو د مدیسن کانتي ګامونه، شیطان پرده اچوي، ماما میا او شک دي.
ګلن کلوز: البرټ نابز

د عکس سرچینه،
شاید د فلمي هنرمندو ښځو په منځ کې د ګلن کلوز نوم هم له سټریپ وروسته د ډېرو سینمايي تماشاچیانو لپاره اشنا وي، چې د اوسکار جایزې په تمه ده.
هغه سږ کال د البرت نابز په رول کې د شپږم نوماند لپاره د جایزې مستحقه شوه.
خو وړاندې پنځه ځلې له جایزې اخیستو پرته تش لاس تللې ده.
هغې په (په نولسمه پېړۍ کې د ایرلنډۍ ښځې رول) فلم کې لوبېدلې ده، چې د نر رول یې هم لوبولی چې د شلو کالو لپاره پکې د یوه خدمتګار په رول کې کار کوي.
ګلن ګلوز د امریکا په کانتیکت ایالت کې په ۱۹۴۷ کال کې زیږېدلې ده، خو هنري فعالیت کې په ۱۹۸۱ کال کې پیل کړی.
په لومړیو فلمونو کې د لوبېدو له کبله د اوسکار جایزې ته د غوره لوبېدلې ښځې په توګه ونومول شوه.
وایولا دیویس: خدمتکار

د عکس سرچینه،
ظاهراً په خدمتکاران فلم کې درې ښځینه لوبغاړې لوبېدلې دي، چې اوس د اوسکار جایزې په تمه دي.
په دغو ښځو کې وایولا دیویس هم ده، چې په ۲۰۰۸ کال کې هم په یوه بل فلم کې لوبېدلې ده.
په ۱۹۶۵ کال، د امریکا په جنوبي کارولینا ایالت کې دنیا ته راغله.
سینمايي فعالیت یې په ۱۹۹۶ کال پیل او لومړی د فرعي رول په توګه د فلمونو ستورې وه.
هغه د ۲۰۰۸ کال د (شک) په نامه فلم کې ښه وځلېده، چې له کبله یې د ګولډن ګلوب او اوسکار په څېر د معتبرو سینمايي جایزو ګټونکې شوه.
سږ کال بیا د خدمتکاران فلم کې اوسکار ته په تمه ده.
هغې په دې فلم کې چې داستان یې د۱۹۶۰ لسیزې د ميسي سي پي ژوند انځوروي، د تورپوستې خدمتګارې رول لري.
هغه په فلم کې له یوې سپین پوستې (اما استون) سره صمیمانه اړیکي جوړوي.
دا هغه لسیزه ده، چې د امریکا د تور پوستو او سپین پوټکو وګړو ترمنځ توپیر پالنه اوج ته رسېدلې وه.
روني مارا: د ښامار له خالوهنې سره نجلۍ

د عکس سرچینه،
د اوسکار د جایزو تر ټولو د کم عمر لوبېدلې نجلۍ ده، دغه ۲۷ کلنه ستورې د امریکا به نیویارک کې زیږېدلې ده.
دا چې فلمي فعالیت یې په ۲۰۰۵ کال کې پیل کړ؛ خو وړاندې یې د تلوېزیوني سریالونو په ځينو برخو کې فرعي رول لوبولی دی.
په کابوس فلم کې لوبېدلې، او بیا مشهوره شوه.
خو تر ټولو مشهور فلم چې هغه پکې لوبېدلې ده، د ښامار له خالوهنې سره نجلۍ فلم دی.
ددې فلم له کبله یې څو جایزې هم ګټلې دي.
هغې په دې فلم کې د هکر رول لوبولی دی.
میشل ویلیامز: له مریلین سره زما اوونۍ

د عکس سرچینه،
ویلیامز د درېیم ځل لپاره په اوسکار کې خپل بخت ازمايي.
هغه په لومړي ځل د بروکبک غرني فلم کې ولوبېده، او تېر کال ددویم ځل لپاره د عمګین ولنټاین په لیست کې د اوسکار د جایزې لپاره ونومول شوه.
هغه په ۱۹۸۰ کال د امریکا په مونتانا کې نړۍ ته راغله او سیمايي فعالیت یې وختي پیل کړ.
لومړی په تلوېزیوني سریالونو کې د فرعي کرکټر په توګه ولوبېده.
خو د مشهورېدو لپاره یې څو کاله وخت واخیست.
فلمي کتونکي وايي چې تر ۲۰۰۵ کال پورې د بروکبک غرنی فلم د هغې تر ټولو بریالی فلم دی.
ویلیامز سږ کال (له مریلین سره زما اوونۍ) فلم کې د هالیووډ د ۶۰ او ۱۹۵۰ کالونو په رول کې لوبېدلې، چې اوس یې اوسکار ته لار ومونده.
فلم د مونرو د ژوند یوه اوونۍ انځوروي، چې له لارنس الیویه سره لوبېدلې ده.








