قزاق ټاکنې له اټکلونو سره سمې ښکاري

د قزاقستان د ټاکنو کميسيون ويلي، د رايو د لومړنيو پايلو له مخې دريو گوندونو د هيواد په نوي پارلمان کې څوکۍ خپلې کړي دي.
له څه باندې ٨٠% رايو سره د ولسمشر نورسلطان نظربايف گوند ټاکنو کې غوڅ برى ترلاسه کړى دى.
ريحان ديميتري ليکي:
د ولسمشر د پلوي نور اوتان گوند غوڅ برى کومه حيرانونکې خبره نه ده.
همدغه گوند تيرو ټاکنو کې نوي سلنې رايې گټلې وي.
د گوند مشر نورسلطان نظربايف وويل ، د قزاقستان خلکو يو ځل بيا د هيواد ثبات او پرمختگ ته رايه ورکړه.
د کمونستانو او سوداگرو د "اک زول" گوند هم پارلمان کې يوڅه څوکۍ خپلې کړي دي.
چارواکي وايي ټاکنې آزادې او رڼې وي.
خو مخالف څارونکي د رايو د صندوقونو د ډکولو په گډون ټاکنو کې د پراخو بي نظميو ادعا کوي.
نړيوالو څارونکو چې دغه ټاکنې څارلې دي د دوشنبه په ورځ ناوخته په دې اړه خپلې موندنې اعلانوي .








