سعودي شهزاده په ټویټر کې ۳۰۰ میلیون ډالره پانګونه کوي

د سعودي عربستان یوه شهزاده په ټویټر ټولنیزه وېبپاڼه کې د ۳۰۰ میلیون ډالرو پانګونې اعلان کړی.
د شهزاده الولید بن طلال بن عبدالعزیز ال سعود (د سلطنتي شتمنیو شرکت KHC) شرکت چې مشري ی د ښاغلي طلال پرغاړه ده، ویلي چې له څو میاشتو راهیسې په دې اړه خبرې اترې او بحثونه روان وو.
د KHC د خصوصي او نړیوال عدالت اجرایوي مدیر انجنیر احمد حلواني ددې پرېکړې په اړه وویل: ''موږ باوري یو چې ټولنیزې رسنۍ په بنسټیز ډول په راتلونکو کلونو کې د رسنیو د فعالیت تګلوری بدلولی شي. ټویټر به دغه مثبت ګام ارزښتناک وبولي. ''
دغه شهزاده چې د نړۍ له ډېرو شمتنیو کسانو دی، د خبري شرکتونو په ګډون، په ډېرو مشهورو او لویو شرکتونو کې ونډه لري.
د نوموړي دا پرېکړه د هغه د شرکت پر رسمي <link type="page"><caption> وېبپاڼه</caption><url href="http://www.kingdom.com.sa/en/MC_PR_NewsDetails.asp?p=3&ID=904" platform="highweb"/></link> هم خپره شوې ده.
الولید بن طلال د عربي نړۍ په یو شمېر رسنیزو ادارو کې هم پانګونه کړې ده.
شهزاده الولید ویلي: "په ټویټر کې زموږ پانګونه ددې ثبوت دی چې خلکو ته ښه فرصتونه رامنځته کړو، چې لاډېره پانګونه وکړي."
سربېره پردې، الولید په دې وروستیو کې دا هم ویلي چې د العرب په نامه خبري تلوېزیوني چینل به جوړوي.








