ایران: له بګرامه راتلونکی جاسوس مو نیولی

د ایران د استخباراتو وزارت
د عکس تشریح، د ایران د استخباراتو وزارت وايي چې دغه جاسوس یې له ډېرې مودې راهیسې څارلی دی.

تهران وايي چې ایران ته له بګرامه یو تلونکی ایراني الاصله جاسوس یې نیولی دی.

د ایران د استخباراتو وزارت ویلي، دغه جاسوس یې افغانستان کې د بګرام هوايي اډې ته تر ننوتلو وروسته پېژندلی چې بیا وروسته یې د ایران په خاوره کې نیولی دی.

د دغه وزارت یوه خپره شوې ویناپاڼه کاږي، دغه جاسوس د جاسوسۍ له دندې ورسپارلو راهیسې د ایراني امنيتي سازمانونو له څارنې لاندې و.

<link type="page"><caption> اسرايل: ايراني الاصله اسرايلى جاسوس مو ونيو</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/news/story/2008/05/080526_hhf-spy-arrest-israel.shtml" platform="highweb"/></link>

<link type="page"><caption> اسراييلي جاسوس ته ايران د مرگ سزا واوروله</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/news/story/2008/06/080630_hf-israeli-spy-iran.shtml" platform="highweb"/></link>

د ایران په خاوره کې د دغه امریکايي جاسوس خبر پرداسې مهال خپور شوی، چې په دې وروستیو کې ایران پخپله خاوره کې د امریکا د یوې جاسوسي بې پیلوټه الوتکې د نیولو خبر ورکړی.

له دې سره د ایران خړ پړ اړيکي لاپسې ترینګلي شول.

ایران وايي چې نیول شوی جاسوس د امریکا د مرکزي څارګرې ادارې غړی دی، چې په وینا یې د امریکا په پوځ، په افغانستان او عراق کې د امریکايي پوځیانو په اډو کې یې هم وخت تېر کړی.