د القاعدې نوی مشر ايمن الظواهري

د عکس سرچینه، BBC World Service
- Author, عبدالله ستانکزی
- دنده, کابل
د القاعدې د مرکزي قومندانۍ له لوري د يوې وينا پاڼې په خپرېدو سره د اسامه بن لادن مرستیال ايمن الظواهري د دغې شبکې مشر ټاکل شوی دی.
ايمن الظواهري په اصل کې د سترګو يو ډاکټر دی او په مصر کې ډلې اسلامي جهاد بنسټپالې ډلې له بنسټګرو څخه دی.
الظواهري د القاعدې شبکې د پخواني مشر اسامه بن لادن مرستيال وو او د القاعدې لپاره د مرکزي پلان جوړونکي په توګه پېژندل کېده.
د چارو ځينې پوهان په دې باور دي چې په امريکا کې شوي د يوولسم سپټمبر بريدونه د ده پلان وو.
ايمن الظواهري امريکا او نړيوالې ټولنې ته د غوښتل شويو کسانو په نوملړ کې له اسامه بن لادن نه وروسته په دويم لمبر راځي. د ده په سر ۲۵ ميليونه ډالر اېښودل شوي دي.
ايمن الظواهري د وروستي ځل لپاره په ۲۰۰۱ لومړي کال د افغانستان په سوېل ختيځ ولايت خوست کې لیدل شوی دی.
ګمان دا دی چې د القاعده دغه اوسنی مشر ښايي د افغانستان او پاکستان ترمنځ په غرنيو سرحدي سيمو کې پټ وي . دغلته له ده سره د ځايي خلکو ملاتړ موجود دی.
د القاعدې وياند:
په وروستيو کلونو کې ايمن الظواهري د القاعدې شبکې د وياند په حيث را څرګند شوی دی. په ميلادي ۲۰۰۷ کال کې د ده ۱۶ غږيز او انځوريز پيغامونه را ووتل.
په دغو پيغامونو کې ده د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د القاعدې په شبکه کې د ګډون بلنه ورکړې وه.
الظواهري د ۲۰۰۶ کال د جنوري په ۱۳مه د پاکستان پولو ته څېرمه د افغانستان په خاوره کې امريکايي توغنديو په نښه کړ. په دغه بريد کې د القاعدې شبکې څلور کسه ووژل شول، خو ايمن الظواهري ترې ژوندی ووت.
له بريده درې اوونۍ وروسته هغه د يوه وېډيويي پيغام له لارې د امريکا ولسمشر جورج ډبليو بش ته خبرداری ورکړ چې "نه دی او نه د ځمکې پر سر بل څوک" کولی شي دی ووژني.

د عکس سرچینه، AFP
د ۲۰۱۱ کال د جون پر اتمه پر خپله وېبپاڼه په يوه خپور شوي پيغام کې الظواهري ويلي چې "د اسامه له مرګه وروسته به هم امريکا وويروي."
د قدر وړ کورنۍ:
ايمن الظواهري د ۱۹۵۱کال د جون پر ۱۹مه د مصر په پلازمېنه قاهره کې پيدا شو. د هغه کورنۍ د منځنۍ کچې د ډاکټرانو او عالمانو په مېنځ کې د قدر وړ خاندان يوه برخه ده.
د ده نيکه رابعه الظواهري د منځني ختيځ د سني تعليماتو د مرکز "الاظهر" امام وو. په دغه موده کې د ده يو تره د عرب ليګ مشر وو.
ايمن الظواهري د ښوونځي له مهاله په مذهبي سياست کې شامل شو. دی په ۱۵ کلنۍ کې د اخوان المسلمين په ستر اسلامي ګوند کې د غړيتوب له امله ونيول شو.
په قاهره کې د طب زده کړو هم د الظواهري سياسي هلې ځلې ونه شوې درولی. هغه په ۱۹۷۴کې له پوهنتون نه فارغ شو او څلور کاله وروسته يې د جراحۍ په برخه کې ماسټري واخيسته.
د ايمن الظواهري پلار د درملو جوړلو يو پروفيسور وو، چې په ۱۹۹۵ کې ومړ.
محافظه کاره ځوان:
الظواهري د ماسټرۍ تر خلاصېدو وروسته د کورني دود له مخې يو روغتيايي کلنيک خلاص کړ، خو ډېر ژر د يوې محافظه کارې ډلې له لوري جذب شو. دغې ډلې د مصر د حکومت نسکورول غوښتل.
په ۱۹۷۷ کې د اسلامي جهاد د ډلې له پاڅون وروسته الظواهري په دې ډله کې شامل شو.
په ۱۹۸۱ کې د يوه پرېډ پر مهال د مصري ولسمشر انور سادات له وژل کېدو وروسته د ايمن الظواهري په ګډون په سلګونو مشکوک کسان حکومت ونيول.
د دوی د محاکمه کېد و پر مهال ايمن الظواهري د يوه مشر په توګه را څرګند شو. ده په محکمه کې وویل "موږ مسلمانان يو او پر خپل مذهب مو باور دی. موږ په هېواد کې يو اسلامي نظام او د اسلامي ټولنې جوړېدل غواړو."
الظواهري که څه هم د ولسمشر سادات له دوسيې نه سپين راووت، خو د ناقانونه وسلې لرلو له امله د درې کلونو لپاره زنداني شو.
په زندان کې له الظواهري سره د نورو زندانيانو په وينا چارواکو بد چلند او زورزياتی کاوه او ويل کېږي چې همدا تجربه د الظواهري په وجود کې د بنسټپالنې د جوش او جذبې د پيدا کېدو لامل شوه.
په ۱۹۸۵ کې له زندان نه له خوشې کېدو وروسته الظواهري سعودي عربستان ته ولاړ، له هغه سملاسي وروسته د پاکستان پېښور ته او له هغه ځايه بيا افغانستان ته ولاړ.

په افغانستان کې ده د مصر د اسلامي جهاد يوه څانګه جوړه کړه او پر افغانستان د شوري اتحاد د يرغل پر مهال يې د يوه ډاګټر په ټوګه کار کاوه. په ۱۹۹۳ کې د دغې ډلې له بېرته يو ځای کېدو وروسته دی پخپله د دغې ډلې مشر شو.
دغې ډلې د نويمې لسيزې په مېنځ کې د حکومت په پرځولو او دغلته د اسلامي حکومت د جوړلو لپاره کمپاين وکړ، چې په دې کې له ۱۲۰۰ زيات مصريان ووژل شول.
د مصر د لومړي وزير عاطف صديقي په ګډون په څو نورو مصري وزيرانو باندې په بريدونو کې ده مهم رول ولوباوه.
په ۱۹۹۹ کې د مصر يوې پوځي محکمې د دغې ډلې له لوري د زياتو بريدونو له امله چې الظواهري په کې مهم رول درلود، ايمن الظواهري ته د مرګ سزا واوروله.








