پاکستانۍ مېرمن بربنډه پر کلي گرځول شوې

دا پېښه د هېواد په شمال ختيځ هريپور کې شوې ده.
د عکس تشریح، دا پېښه د هېواد په شمال ختيځ هريپور کې شوې ده.
    • Author, شهباز جيلاني ـ اسلام اباد
    • دنده, داود جنبش ـ لندن

د پاکستان پوليسو هغه دوه نارينه نيولي چې له يوې ښځې نه يې کالي ايستلي او بيا يې په ټول کلي گرځولې وه. دا په پاکستان کې د نورو ترمخه د ښځو د کړولو او بې عزتۍ يوه نوې پېښه ده چې ډېر يې بوږنولي دي.

دا پېښه د هيواد د شمال ختيځ په هريپور کې شوې ده. ويل کېږي چې پنځه تنه ددغې ښځې کور ته د هغې د زوى په لټون پسې ورننوتل چې د يوه تن له مېرمنې سره د ناروا جنسي رابطې په درلودو تورن و.

څرنگه چې زوى په کور کې نه و، نو سړيو ښځه راوڅکوله، کالي يې تېرې وايستل او پر ټول کلي يې وگرځوله. خبرونه وايي دغه ښځه چې تر پنځوسو کلو پورته عمر لري ، بيا بيا د توپک په کنداغ وهل کېده.

د پوليسو وينا ده چې هېچا هم د دغو کسانو مخه نه نيوله، ځکه چې وسله ورسره وه. اوس د اوو تنو خلاف دوسيه جوړه شوې چې دوه يې لا دمخه نيول شوي دي.

د ښځو دا ډول کړول او د ټولو ترمخه بې عزته کول په پاکستان کې کومه نوې خبره نه ده. تر ټولومشهوره کيسه د مختار مايي وه چې پر ٢٠٠٢ کال پرې د پنجاب په يوه کلي کې ډله ييز جنسي تېرى شوى و.

د ډېرو نورو ښځو خلاف، هغې پتېيلې وه چې خپل حق د محکمې له لارې تر لاسه کړي. په هغه قضيه کې شپږ تنه پړه بلل شوي وو، خو پنځه يې د سږکال په غويي مياشت کې د پاکستان د سترې محکمې تر استيناف وروسته سپين وبلل شول.

مختار مايي چې اوس ترې په پاکستان کې ښځو د حقونو يوه وتلې فعاله جوړه شوې، همدا اوونۍ بي بي سي ته په يوه مرکه کې وويل سره له دې چې ظاهرآ دغې بې عدالتۍ خواشينې کړې، خو هوډ يې کړى چې د روښانه راتلونکې لپاره له مبارزې نه لاس وانخلي.