پښتونخوا کې دوو ځانمرګو ۸۰ تنه وژلي

د عکس سرچینه، AFP
د پاکستان د خېبر پښتونخوا د چارسدې په سيمه کې د امنيتي ځواکونو د روزنې له مرکز نه بهر دوو ځانمرګو بريدګرو شاوخوا ۸۰ نيمه حکومتي سرتېري وژلي او تر څلوېښتو زيات يې ټپيان کړي دي.
دغلته د بي بي سي خبريال وايي چې ځانمرګي د چارسدې د شبقدر په سيمه کې د روزنيز مرکز په مرکزي دروازې شوي دي.
د چارسدې د پوليسو مشر تاييد کړه چې په بريد کې شپېته نيمه حکومتي پوځيان وژل شوي او څلوېښت نور ټپيان دي.
ده وويل چې دا غبرګ بريدونه نن سهار شپږ بجې وشول.
د پوليسو مشر نثار مروت وويل لومړی بريد هغه مهال وشو چې په موټر سايکل سپور ځانمرګي د امنيتي ځواکونو د هغه يوه مشر خواته ځان والوزاوه چې په رخصتی د کور پر لور روان وو.
ښاغلی مروت وايي دويم بريد هغه مهال وشو چې د لومړۍ چاودنې د قربانيانو د مرستې لپاره خلک ورغونډل شول.
ټپيان د شبقدر ځايي او د پېښور لېډي ريډنګ روغتونونو ته استول شوي دي.
پاکستاني طالبانو د دغو ځانمرګو بريدونو پړه منلې ده.
دوی ويلي چې دا بريدونه يې د اسامه بن لادن د مړېنې د غچ اخيستو په بدل کې کړي دي.








