د برتانیې د شاهي نظام د ړنګېدو هلې ځلې

- Author, داود اعظمي
- دنده, لندن
د برتانیې شاهي کورنۍ که څه هم په سلګونو کاله تاریخ لري او خپل زاړه دودونه یې تر ډېره خوندي ساتلي دي، خو د برتانیا خلک د وخت په تېرېدو سره بدل شوي او فکري رنګارنګي په کې ډېره شوې ده .
که څه هم زیاتره خلک اوس هم د شاهي نظام د ساتلو ملاتړ کوي خو په برتانیه کې یوشمېر کسان د شاهي نظام د ختمېدو غوښتنه کوي او پر ځای یې د یوه جمهوریت (Republic) د جوړېدو لپاره په مبارزه بوخت دي.
د شاهزاده ویلیم او کېترین واده د شاهي نظام ضد فعالانو لپاره یوه ښه پلمه ګرځېدلی چې خلکو ته خپل غږ ورسوي او د شاهي نظام د ړنګېدو ته یې راوپاروي.
جمهوریت (Republic) هغه ډله ده چې په برتانیه کې د شاهي نظام پر ځای د جمهوري نظام را منځته کېدل غواړي- د نوموړي ډلې مشر ګراهم سمیت (Graham Smith) وایي چې د کوزدې او بیا د واده او ددې لګښتونه د شاهي نظام په اړه یوه نوي بحث ته لارهواره کړې او د ده په وینا د دوی د دلې غړیتوب ورسره ډېر شوی دی ـ او اوس شاوخوا پنځلس زره غړي لري چې یو شمېر یې پر فیس بوک (Facebook) هم دي.
په تېرو څو سوو کلونو کې د اروپا په یو شمېر هېوادونو کې شاهي نظامونه په انتخابي سیسټمونو واوښتل او باچهان او ملکې د تاریخ برخه وګرځېدې خو په برتانیه کې شاهي نظام اوس هم د شاوخوا ۷۰ سلنه ولس ملاتړ لري.
د جمهوریت په نامه د شاهي نظام ضد ډلې چې په ۱۹۸۳ کې جوړه شوه، اوس خپل فعالیتونه ګړندي کړي دي ـ نوموړی ډله ادعا کوي چې پنځمه برخه برتانویان د شاهي نظام خاتمه غواړي ـ د جمهوریت ډلې مشر ګراهم سمیت وایي چې په دې ډله کې د هرې طبقې او سیاسي فکر خلک شته.
''دا د ډیموکراسۍ د اصولو خبره ده. موږ ټول باید یو له بل سره برابر یو، په سیاسي توګه باید یوشان یو ـ او دا اصل د شاهي کورنۍ د موروثي دود سره په تضاد کې دی چې واک په اتوماتیک توګه یوازي د همدې کورنۍ نوی نسل ته سپارل کېږي. د دې تر څنګ دا د سیاست او واک خبره هم ده .
د شاهي تاج تر شا ډېر واک او ګټې دي چې د لومړي وزیر، وزیرانو ، دولتي کارکوونکو لخوا د ملکې په نامه تر سره کېږي. د دغه واک د کارولو په لړ کې هېڅ حساب او کتاب نشته. دا اساسي قانون هېڅ محدودیت نه لري او شفافیت پکې نشته.''
د جمهوریت په نامه ډله پردۍ ټینګارکوي چې د هېواد مشر یا مشره باید د ټاکونو له ټاکنو له لارۍ راشي او دا باید په یوه کورنۍ کې دننه یو موروثي دود نه وي. د ډلۍ ځینې غړي پر دې هم نیوکه کوي چې شاهي کورنۍ ولي حساب نه ورکوي او فعالیتونه یې شفافیت نلري
ځینې وایې چې شاهي نظام او شاهي کورنۍ د غړو لخوا لګښتونه پر هېواد یو اضافي بار او د پیسو بې ځایه لګونه ده.
خو د شاهي نظام ملاتړي بیا ټینګار کوي چې ښاهي نظام هېواد ته ثبات بښلی او سیاسي لوړو ژورو او حکومتي بدلونونو پر مهال د ټیکاو او پایښت یو قوي سمبول دی.
ددې تر ځنګ شاهي نظام هیواد ته یو بې طرفه او بې پرې مشر ورکوي چې له سیاسي ګوندونو سره تړاو نلري او په سیاسي اختلافونو او ناندریو کې ښکېل نه وي.
پر همدې مهال د شاهي نظام ملاتړي دلیل وړاندې کوي چې شاهي کورنۍ د برتانیا یو ملي سمبول او ملي اداره ده چې د برتانیا شهرت یې زیات کړۍ او د نړۍ په میلیونونو وګړي لېوالتیا ورسره لري او هر کال زیات شمېر سیلانیان برتانیا ته د همدې نظام او کورنۍ سره تړلو ودانیو، مراسمو او د لیدلو او ډالیو د رانیولو لپاره برتانیا ته راځي او اقتصاد ته ډېره ګټه راوړي.
خو د جمهوریتي نظام پلوي دا دلیل کافي نه ګڼي ـ د جمهوریت په نامه شاهي نظام ضد ډلۍ مشر ګاهم سمیت وایي چې ملکه یا باجا بې طرفه نه وي بلکه هر څوک چې لومړی وزیر وي د هغه په خوښه کار کوي او خپل کارونه یې په کال کې د یو څو ویناوو او مراسمو د پرانیتنې پرته بل څه نه وي.
د شاهي نظام ضد ډله اوس هڅه کوي چې په اروپا کې له نورو ورته نظر لرونکو سره لاس یو کړي چۍ په ټوله نیمه وچه کې شاهي نظامونه په بشپړه توګه له منځه یوسي.

د عکس سرچینه، BBC World Service
د جمهوریت په نامه برتانوۍ ډلې اوس د اروپا په اوو هېوادونو کې چې مشروطه شاهي نظامونه لري هم نظره ډلو سره ایتلاف جوړ کړی چې د (اروپا ي جمهوریت غوښتونکو غورځنګونو ایتلاف) نومېږي.
خو خپله د جمهوریت نومې برتانوۍ ډله وایي چې دوی په برتانیه کې کار کوي چې تر ۲۰۲۵ کال پورې د شاهي نظام د ختمېدو په اړه یوي ټول پوښتنې یا ریفرنډم لپاره لار هواره کړي.
د نوموړې ډلې یو شمېر غړي پردې باور لري چې د دوی په ژوند کې به لا په برتانیه کې د شاهي نظام ټغر ټول کړي.
که څه هم د برتانیا نوی نسل دولتي او ټولنیزو ادارو ته لږ ژمنتیا لري او له واده څخه نیولې تر سیاسي ګوند او ښاهي نظام پورې ادارو ته د پخوانیو نسلونو په پرتله لږ ژمن ښکاري.
خو په هېواد کې د شاهي نظام ختمېده به یو بې ساري بحران او اوښتون ته اړتیا ولري.
او د یو شمېر شنونکو په وینا په نړۍ کې له وړاندې لا ډېر بې یقیني او بې ثباتي ده او په داسي حال کې به خلک نور کړکېچ او ګډوډۍ ته ژر زړه ښه نکړي.








