تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ
د چاپان له ځواکمنې زلزلې او سونامي نه د وخت په تېرېدو دغه هېواد ته د وراوښتي زيان کچه په راسپړېدو ده. د جاپان حکومت وايي په دغه زلزله او سونامي کې کېدی شي څه د پاسه ۱۰ زره خلک وژل شوي وي. ګڼ شمېر خلک لا تر اوسه ورک دي.
د جاپان د شمال ختيزو سيمو په مليونونو وګړي اوبو، برېښنا او مناسبو خوړو ته لاسرسی نه لري. د جاپان حکومت ناورين ځپلې سيمې ته ۵۰ زره سرتېري استولي، او د چين، جرمني او امريکا په ګډون ګڼ شمېر هېوادونو مرستې ته وردنګلي دي.
د جاپان لومړي وزير نائوتو کان روان ناورين د دوهم نړۍ والې جکړې را وروسته ناوړه پېښه وبلله.
BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .