په منځني ختيز کې روانې ناکرارۍ او اندېښنې

بحرين

د عکس سرچینه، REUTERS

    • Author, سپین تڼی
    • دنده, له لندنه

په ليبيا کې چې د تېلوله پلوه بډای هېواد دی او له څه باندې ۴۰ کلونو راهيسې يې معمرالقذافي مشري کوي ، وروستۍ ناکرارۍ، د ډېرو لپاره ناڅاپي اوحيرانوونکې وې.

د ناکراريو زياته برخه د هېواد په ختيزه برخه کې د بن غازي له ښاره پيل شوې.دا سيمه په ۱۹۹۰يمو، کلونو کې د مخالفينومرکز و.

په دې هېواد کې چې له رسنيو څخه لېرې و، مذهب، دولت، ډګروال قذافي او د خلکو ځواک هر يو پکې ځانته ځای لري او يو له بل سره په ټکرکې نه راځي، خو اوس له ننګونوډک وخت دی.

لکه چې له طرابلسه دبي بي سي خبريال رانا جواد ليکي، دلته د معلوماتو او خبرونو راټولول او بيا يې کره کول ګران کاردی او د اوسنيوکلکوامنيتي ګامونو پر مهال خو دا کار ناشونی برېښي.

له هغه راهيسې چې د بن غازي له ښاره ناکرارۍ پيل شوې، هغه څه چې تاسې يې ترلاسه کولی شی د لنډو ټېلېفوني خبرو هغه جملې دی چې وايی: (( هرڅه سم دی ، کراري ده ، وروسته به خبرې کوو.)) خلک رښتيا هم وارخطا دي.

په مصر او ټونس کې د رژيمونو تر بدلون وروسته په سيمه کې خلک د مشرانو نسکورېدو ته چک چکې کوي.

هغو رژيمونو ته پام اوښتی، چې زيات مهال يې واکمني چلولې ده.

دلته په ليبيا کې هم سخت ا منيتي ګامونه اخيستل شوي دي .

کله چې د لاريونونو غوښتنې د انټرنټ د فعالينو لخوا پيل شوې، دلته کمو خلکو باورکاوه چې هغه به عملي شي.

ډېرو باور کاوه چې دا به د هېواد له ختيزو برخو پيل او هملته به غلې شي، چې د هېواد مخالفين د همغوسيمودي.

ځينې ليبيايان له دې کبله خپه دی چې لاريونونه به د هېواد نورو برخوته وغځېږي.

د رژيم پلويان لوېديزې رسنۍ د حالاتو په ګډوډلو ګرموي ، د خپل مشر ملا تړي او د هېواد ثبات غواړي.

په داسې حال کې چې لاريونونه د هېواد په دوو سترو ښارونو کې روان دي، لا هم خلک په وېره کې دي او نه پوهېږي چې نور به څه پېښېږي.

خو د لاريونونو لړۍ د عربي نړۍ په زياتو هېوادونو کې روانه ده او بحرين هم په هغو کې راځي.

د بريتانيا په پارلمان کې د هېواد د بهرنيوچارو وزير وليام هېګ وويل ، د بحرين د بهرنيوچارو له وزيره يې غوښتي چې د لاريون کوونکو اندېښنو ته سوله ييزځواب ووايی.

سره له دې چې بحرين وړوکی هېواد دی، خو هلته حالات زيات اغېز لرلی شي.

دغه هېواد د۴۰ کلونو په ترڅ کې په لانجمنه سيمه کې د لوېديز ملګری پاتې شوی دی او د ايران پر وړاندې هم درېدلی دی.

دلته د امريکا پېنځمه سمندري قطه هم پرته ده. د بريتانيا پوځی روزنې هم دلته تر سره کېږي .

د کاروبار لپاره مناسب ځای او له څو کلونو راهيسې د(( فورموله يو)) د موټر ځغلولو سيالۍ دلته کېږي.

بحرين د فورموله لوبې ځای

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، دا په بحرين کې د فورموله لوبې او د موټرو د ځغاستې د سيالۍ ځای دی.

خو اوس د راتلونکې مياشتې موټر ځغلونې سيالۍ تر پوښتنې لاندې دي. له لوېديز سره هم د هېواد د شاهي کورنۍ اړيکي لانجمن شوي چې پر شعيه ډېرکيو واکمني کوي.

د بريتانيا په پارلما ن کې دا پوښتنې را پورته شوې چې دا مناسبه ده ،چې د احتجاج کوونکو پر وړاندې دې په بريتانيا کې جوړ شوی اوښکې بهوونکی غاز او نور شيان وکارول شي.

د بهرنيو چارو وزارت ددې په روښانولو لګيا دی.

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير د لاريون کوونکو د وژلو په اړه وويل له ټولو اړخونو څخه غواړي چې له تاوتريخوالي لاس واخلي او حوصله وکړي.

د بحرين حکومت بايد خپلې ژمنې عملي کړي او د وژنو په اړه پلټنې ترسره کړي . په دې کې پرونۍ پېښې هم راځي چې د ادعاوو له مخې له بشري حقونو سرغړونه شوې ده.

خو ويليام هېګ اندېښمن هم و، هغه وويل بريتانيا نشی کولی د بحرين حکومت ته لارښوونه وکړي چې څه وکړي.

د نوموړي په وينا بريتانيا کولی شی بحرين د رڼو او سترو اصلاحاتو لپاره وهڅوي.

د بريتانيا ستونزه داده چې له يوې خوا په منځني ختيز کې د سترې دېموکراسۍ لپاره چک چکې کوي او له بله لوري اندېښنه لري چې اوسنۍ ناکرارۍ په سيمه کې بی ثباتي راوستلی شي.