پاکستان: مقدساتو ته د نه سپکاوي د قانون اصلاحات درېدلي دي

په پاکستان کې يوې حکومت پلوې جګپوړې چارواکې د يوه لانجمن قانون د اصلاح هڅې درولي دي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزيره شيري رحمن وايي د لومړي وزير یوسف رضا ګيلاني تر حکم وروسته رسالت ته د سپکاوي قانون د بدلولو لپاره خپلو هڅو ته دوام نشي ورکولای.
د دغه قانون له مخې سلګونه تنه په زندان کې دي، چې د اړوندو شنونکو په وينا نيمګړی دی. خو په پاکستان کې سياستوال ددغه قانون بدلون ته لېوالتيا نه ښيي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزيرې شيري رحمن په کراچۍ ښار کې وويل، د لومړي سيد يوسف رضا ګيلانی تر امر وروسته بله کومه لاره نه لري او رسالت ته د سپکاوي په قانون کې د بدلونونو له رامنځ ته کولو يې لاس اخيستی دی.
مخکې لومړي وزير ګيلاني ويلي ول، چې مقدساتو ته د سپکاوي په قانون کې به هېڅ بدلون رامنځ ته نه شي، او هغه کمېټه چې په دغه قانون کې د اصلاحاتو په موخه ټاکل شوې وه لغوه شوې ده.
د پاکستان لومړي وزير دغه ګام د پنجاب ايالت د والي سلمان تاثير تر وژل کېدو وروسته واخيست.
مېرمن شېري رحمن وويل هغه د قانون په بدلولو کې هېڅ هم نه شي کولای، ځکه د خلکو يا واکمن ګوند يې ملاتړ نه کوي.
خو وايي دغه شان کړنې د توندلارو ډلو د خوښولو لپاره ترسره شوې او منفي پايلې به ولري.
په پاکستان کې سياستوال او د نظر خاوندان ددې موضوع په اړه پرېکنده خبرې نه کوي، ځکه په دې اړه خبرو د وېرې فضا رامنځ ته کړې ده او څوک چې په دې اړه خبرې هم کوي ښايي خپل ژوند له ګواښونو سره مخامخ کړي.








