په ابو ظبۍ کې د ۱۱ میلیون ډالرو په ارزښت د کریسمس ونه

د متحده عربي اماراتو په ابو ظبۍ کې د یوه لوکس هوټل مخې ته له قيمتي ګاڼو او سرو زرو څخه د کریسمس یوه ونه جوړه شوې، چې د ۱۱ میلیون ډالرو توکي پکې کارول شوي.
په دې ونه کې د ښکلا هر راز قیمتي ډبرې او ارزښتناک غمي کارول شوي، او رنګارنګ څراغونه پکې لګول شوي.
د دغه هوټل مشر هانزاولبيرټز وايي دا مهال د دغې ونې قیمت تر لسو زرو ډالرو اوړي، خو پکې د لګول شوو قیمتي ډبرو او غمیو قیمت یې تر ۱۱ میلیون ډالرو اوړي.
اولبيرتز زیاتوي، په هوټل کې کاریګرې ډلې د دې کار وړاندیز کړی، او دا ونه همدوی دا رنګه ګلالۍ کړې ده.
نوموړي دا هم ویلي چې هرکال د دا ډول ونې په جوړولو سره کریسمس لمانځي، خو سږ کال یې دا ونه په ډېرو قیمتي توکو ښکلې کړې ده.
که څه هم د ابو ظبۍ ډېرکي اوسېدونکي مسلمانان دي، اولبيرټز وايي چې دا ونه د مسلمانانو احساساتو ته کوم زیان نه رسوي.

اولبيرټز وویل چې هوټل یې (Emirates Palace د اماراتو ماڼۍ) د ګینیس مؤسسې ته دا وړاندیز کوي چې دغه ونه د نړۍ د ګردو قیمتو ونو په سر کې راولي.
نوموړی زیاتوي، په دې ونه کې ۱۸۱ قیمتي الماس، فیروزه، زمرد او داسې نورې قیمتي ډبرې کارول شوې.
دغه ونه هوټل ته د ننوتلو له عمومي دروازې سره جوړه شوې.








