م.م: د پاکستان ۷۲ زره ماشومان له ګواښ سره مخامخ دي

پاکستاني ماشومان
د عکس تشریح، زیاتره ماشومان له ناپاکو اوبو پرته بل څه ته لاسرسی نه لري او دوی د مجبورۍ له مخې دا اوبه څښي. دا مهال اته میلیونه خلک په بېړنۍ توګه خوړو او سرپناه ته اړتیا لري.
    • Author, خوشحال تایب
    • دنده, بي بي سي

ملګرو ملتونو په پاکستان کې ګواښنه کړې چې که په سېلاب ځپلو سیمو کې د لسګونو زرو ماشومانو د خوارځواکۍ لپاره څه ونه شي نو د مرګ له سخت خطر سره به مخامخ شي.

د پاکستان په جنوب د اباسین سیند په شاوخوا ښارګوټو او کلیو کې لا هم سېلابونه روان دي.او په تېرو دریو ورځو کې شاوخوا یو میلیون کسان له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.

دا هغه جګړه ده چې اوس په څو جبهو کې روانه ده، سېلابونه پخپله د پاکستان په جنوب کې پرمخ روان دي او ورانۍ رامنځ ته کوي.

میلیونونه خلک یې بې کوره کړي دي، زیاتره په خلاصه فضا کې اوسېږي او حتی پلاستیکي سرپناه هم نه لري.

اوس د ناروغیو د رامنځ ته کېدو ګواښونه شته په تېره بیا په ماشومانو کې د سختې خوارځواکۍ خطر شته.

ملګري ملتونه وايي که بیړني ګامونه اوچت نه شي نو د لسګونو زرو ماشومانو د مړینې وېره شته.

د روغتیا د نړیوال سازمان غړی پیتر میتزګر وايي هلته هره ورځ د نس ناستي سختې پېښې لیدل کیږي، او د نورونارغیو ګواښونه او نښې هم لیدل کیږي.

زیاتره ماشومان له ناپاکو اوبو پرته بل څه ته لاس رسی نه لري او دوی د مجبورۍ له مخې دا اوبه څښي. دا مهال اته میلیونه خلک په بېړنۍ توګه خوړو او سرپناه ته اړتیا لري.

ماشومان
د عکس تشریح، په پاکستان کې د بشري مرستو د همغږۍ مشر وايي دا مهال پاکستان کې شاوخوا اووه زره ماشومان داسې ناپاکې اوبه څښي چې د مړینې لامل یې کېږي.

ملګرو ملتونو پر نړیوالو غږ کړی چې له ځپل شویو خلکو سره بې درېغه مرسته وکړي.

خو ددغو سېلابونو اندازه او له امله یې رامنځ ته شوی ناورین د پاکستان له پاره یوه ستره ننګونه ده، چې ورځ تر بلې پراختیا مومي.

په سند ایالت کې د مرستو رسولو استازی ریاض احمد سومرو ويلي کراچۍ ته نژدې تاتا سیمې ته څېرمه ګڼې ودانۍ ویجاړې شوې چې اوبه لاهم پر مخ روانې دي.

تېره ورځ پاکستاني چارواکو ويلي وو چې ځايي خلک دې تاتا ښار پرېږدي او خوندي سیمو ته دې ولېږدي.