په روسیه کې د"پراشوټي خره" په اړه پلټنه

- Author, هدایت الله همیم
- دنده, له کابله
د روسيې په سوېلي کراسنودار سيمه کې پوليسو د هغې پېښې په اړه پلټنه پيل کړې، چې ويل کېږي له الوتکې يوه خره د پراشوټ په وسیله راغورځول شوې.
د يوې خاصې سمندري غاړې څښتنو دا کار له دې امله کړی، چې ګني د تفریح کولو دې ځای ته د خلکو پام ورواړوي.
د کراسنودار سیمې سمندري څنډې آزوف ته څېرمه عيني شاهدانو ویلي د پراشوټ په وسیله راغورځول شوي خره رمباړې وهلې.
پوليسو ويلي خر په سمندر کې رالوېدلی چې بیا وروسته د سمندر څنډې ته کش کړای شوی دی.
د فرانسې خبري اژانس د کراسنودار پولیسو د ویاند له خولې ويلي: "حمار رمباړې وهلې او ماشومانو ژړل، خو هېچا هم د پولیسو د خبرولو سوچ نه کاوه، بلکې د خره عکسونه يې اخیستل او له رسنیو سره د پېښې په اړه يې خبرې کولې."
د يوې سيمه ييزې خپرنۍ (نشریې) په رپوټ کې راغلي: "په ډېر ناوړه حالت کې خر په سمندر کې راولوېد، مخکې له دې چې د سمندر څنډې ته راکش کړای شي، د اوبو پر سر پراشوټ خر څو متره ورسره کش هم کړ، چې نيم مړ شوی و."
پولیسو د ساحلي جولوبیتسکایا کلي ته څېرمه د دغې پېښې په اړه وروسته له هغه پلټنه پيل کړه، چې خبر يې روسي رسنیو خپور کړی و.
پولیسو ویلي د پېښې مسؤولین به د حیوان په حق کې د ناوړه چلند له تور سره مخامخ شي، چې دا یو جنايي تور دی.








