پاکستان کې پر يوې خيريه ټولنې بريد شوی

- Author, رحمان الله
- دنده, له پېښوره
د صوبه سرحد په شمالي ولسوالۍ مانسهره کې د چهار شنبې په سحر د يوې بهرنۍ مرستندويه موسسې په دفتر وسلوال برېد کې د دوو مېرمنو په ګډون لږ تر لږه پنځه تنه وژل شوي دي.
د مانسهرې د پوليسو يو لوړ پوړى چارواکى وقار الدېن بې بې سې ته وويل چې پېښه د مرکزې ښار لوېدېځ ته نژدې پنځه دېرش کلومېټره لرې د اوګې په سېمه کې رامنځته شوې.
چارواکي زېاتوي تر لسو زېات وسلوال کسان د ورلډ وېژن نومې ېو غېرملکې دولتې موسسې دفتر ته ننوتل او په کارکونکو يې ډزې پېل کړې.
وقارالدين وويل په بريد کې د دوه مېرمنو په ګډون پنځه تنه ووژل شول. په پېښه کې اووه کسان ټپې شوي هم دي.
ټپيان په سمدستي توګه اېوب روغتون ته وليږدول شول، د دوه ټپېانو حالت د اندېښنې وړ ښودلې شوى دى.
د موسسې مشر قاضې احسان الله خبرېالانو ته وويل چې تر شلو زيات وسوال چې ځينې پټ مخ وو، د موسسې دفتر ته داخل شو
هغه زېاته کړه وسلوالو په لاسونو کې لاسي بمونه تيار نېولې وو او درنه وسله هم ورسره وه قاضې احسان الله ووېل وسلوالو لومړى د موسسې ټول کارکونکي ېو ځاى ته راغونډ کړل او دوى ته يې وويل چې تاسو د ېهوديانو لپاره کار کوئ او د هغوى اېجنټان ياست .
لومړى د لاسي بمونو بريد
هغه زياته کړه له دغه خبرو وروسته وسلوالو په کارکونکو ډزې پېل کړې او په دوى يې لاسي بمونه هم ګوزار کړل.
نوموړي وويل د برېد پر وخت په دفتر کې تر شلو زېات کارکونکي موجود وو.
هغه زېاته کړه د دوى دفتر ېوازې يو ساتونکى درلود چې د دومره زياتو وسلوالو مخنيوى د هغه د وس خبره نه وه.
قاضي احسان الله په حکومتي چارواکو تور ولګو چې د غېرملکې موسسو امنېت ساتلو لپاره هېڅ ګام نه دې پورته کړى.
ځايي اسېدونکي وايې لومړى برېدکونکو په دفتر د لاسي بمونو بريد وکړ او وروسته يې ډزې پېل کړې. ورلډ وېژن ېو غېر ملکي موسسه ده چې د ماشومانو له صحت سره سره په نورو برخو کې هم چارې په مخه بېايي.
د مانسهرې د پولېسو يوۀ لوړ پوړي چارواکي سېد امتېاز الطاف خبرېالانو ته وويل چې دوى د پېښې په اړه پلټنې پېل کړي ، خو تر دې دمه د پېښې په تړاو يېڅوک نېولې نه دي.
تېر کال هم په بټ ګرام، اوګې او مانسهره سېمو کې د غېر ملکي ادارو په دفترونو برېدونه شوي وو
په داسې ېو برېد کې چې تېر کال د پلان انټرنېشنل په نومې برېتانوۍ موسسې شوى وو، د برېد په ترڅ کې څلور تنه وژل شوې وو.








