د اوربند له غوښتنو سره هممهاله غزه کې د اسرائیلي ځواکونو پرمختګ

د عکس سرچینه، IDF
پر غزه د اسرائیلو هوايي او ځمکني بریدونه دوام لري. غزې ښار ته نږدې د شمال او سویل ترمنځ پر عمومی سړک اسرائیلي سرتیري لیدل شوي دي.
هممهاله د دغه هېواد لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو بهرنیو خبریالانو ته ویلي تر هغه چې حماس له منځه نه وي تللی، اوربند به ونه شي.
نتنیاهو وویل "د اوربند غوښتنه له اسرائیلو د دې غوښتل دي چې حماس او ترهګرۍ ته تسلیم شي."
هغه ویلي "لکه څنګه چې امریکا د پیرل هاربر له بمبارۍ او یا د سپتمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته پر اوربند هوکړه ونه کړه، اسرائیل هم هماغه ډول د اکتوبر د اوومې له وحشتناکو بریدونو وروسته حماس سره د جګړې درولو ته غاړه نه ږدي."
د اسرائیل لومړي وزیر حماس سره روانه جګړه د ټولو ګډې راتلونکې لپاره جګړه بللې او ویلي یې دي "نن موږ د تمدن ځواکونو او د بربریت ځواکونو ترمنځ کرښه کښو."
هغه همداراز ټینګار کړی چې د استعفا کوم پلان نه لري.
بل لور ته د فلسطین لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې مشر خبرداری ورکړی چې که ټولنیز نظم مات شي نو په غزه کې د دوی چارې پرمخ بیول ناشونې کېدای شي.
فیلیپ لازاریني د امنیت شورا په بیړنۍ غونډه کې وویل چې د فلسطین او اسرائیلو راتلونکې په سملاسي اوربند پورې تړلې ده.
هغه زیاته کړې، چې په غزه کې حالات د زغم وړ نه دي او هلته یې د بشري مرستو رسولو د دوام غوښتنه وکړه.
دی وایي: "د جګړې ویرې زرګونه ناچاره خلک اړ کړي چې زموږ د ادارې اړوند د خوراکي توکو هغو ذخیرو او د ویش مرکزونو ته مخه کړي چې موږ تېرت اونۍ له مصره راغلي خوراکي مواد پکې ذخیره کوو. که ټولنیز نظم مات شي، دا به په غزه کې د ملګرو ملتونو تر ټولو لویې مرستندویه ادارې ته ناممکننه وي چې فعالیت وکړي."
نوموړي زیاته کړې "زموږ اداره 'انراوا' په غزه کې خلکو لپاره د ژوند یوازینۍ هیله پاتې ده."
دا له څلورو ناکامو هڅو وروسته پنځم ځل دی چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اسرائیلو او حماس ترمنځ د روانې جګړې پر سر یوې هوکړې ته د رسېدو په تړاو بحث لپاره غونډه کوي.
د امریکا استازې دې غونډې ته ویلي چې دوی دامهال د اوربند ملاتړ نه کوي.
خو ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې لیندا توماس ګرینفیلډ وویل چې دوی په غزه کې د مخابراتي شبکو د فعالیت بندېدو ته اندیښمن دي.
دا وايي "د بایډن اداره هم په غزه کې د مخابراتو د بندیدو په اړه د نړیوالې ټولنې اندیښنه شریکوي. موږ دا د اسرائیلو مشرانو ته روښانه کړې او موږ پوهیږو چې مخابراتي شبکې بېرته فعالیت پیل کړی. دا اړینه ده. د مخابراتو بندول د ملکي وګړو، د ملګرو ملتونو د پرسونل او بشردوستانه کارکونکو ژوند له خطر سره مخامخوي او په غزه کې د بشري ناورین خطر لا زیاتوي."










