د روسیې په داغستان کې اسرائیل ضد احتجاج کوونکو پر هوايي ډګر چپاو ور وړی

داغستان

اسرائیل له روسیې غوښتي‌ چې د دغه هېواد د "ټولو وګړو او ټولو یهوادنو" خوندیتوب ډاډمن کړي.

دا غوښتنه تر هغې وروسته شوې چې د روسیې په داغستان کې د خلکو یوې سترې قهرېدلې ډلې چې د رپوټونو له مخې د یهوادنو ضد شعارونه یې ورکول، پر هوايي ډګر چپاو ور وړی.

په ویډیويي تصویرونو کې چې ظاهرآ د پېښې ځای کې اخیستل شوي،‌ لیدل کېږي چې دغه خلک په مخاچ‌کلا کې پراته هوايي ډګر ته ننوځي‌ او غواړي هغې الوتکې ته ځان ورسوي چې له تل ابیب ورغلې ده.

له دوی ځینو کسانو ځانونه د هوايي ډګر ځغاستلیکې ته رسولي او الوتکه یې کلابنده کړې.

د روسیې د هوايي چلن ادارې ویلي،‌ د پېښې ځای ته د چارواکو له رسېدو وروسته وضعیت تر کنټرول لاندې راغلی دی.

دې ادارې زیاته کړې چې دغه هوايي ډګر به د نومبر تر ۶مې په لنډمهاله توګه تړل شوی وي.

پر خواله رسنیو خبرو شویو تصویرونو کې ښکاري سلګونه کسان،‌ چې د فلسطین بیرغونه ورسره دي او "الله‌اکبر" نارې وهي، د هوايي ډګر پر ترمینل چپاو ور وړي‌.

تر دې لږ مخکې د ځايي رسنیو په رپوټونو کې راغلي وو چې یو شمېر احتجاج کوونکو د مخاچ‌کلا له هوايي ډګر بهر موټرونه درول، او ظاهرآ د اسرائیلي پاسپورتونو په لټون کې یې د خلکو اسناد کتل.

د ویډیو تشریح، اسرائیل ضد احتجاج کوونکي د داغستان پر هوايي ډګر چپاو وروړي

روغتیايي چارواکو ویلي، په دې هله‌ګوله کې ځینې کسان ټپي شوي‌ هم دي.

د اسرائیل د لومړي وزیر دفتر ویلي، روسیه باید د یهودانو او اسرائیلیانو پر وړاندې د لمسون خلاف پرېکنده ګامونه واخلي.

مخاچ‌کلا د روسیې د داغستان جمهوریت پلازمېنه ده.

داغستان د قفقاز شمال کې د کاسپین سیند پر لویدیزه څنډه پروت دی او د ۳ اعشاریه ۱ میلیون اوسیدونکو اکثریت یې مسلمانان دي.

د دغه ځای حکومت اعلان کړی، چې د یکشنبې ورځې تر دې پېښې وروسته یې د مدني ناکراریو جرمي قضیه پرانیستې ده.

داغستان که څه هم غزې سره د ملاتړ غږ پورته کړی، خو له خپلو خلکو غواړي چې وضعیت ارام وساتي او داسې احتجاجونو کې برخه وانخلي.

د داغستان حکومت پر ټېلېګرام یوه خپاره کړي بیان کې ویلي "موږ سپارښتنه کوو، هغه ټول کسان دې چې د [هوايي ډګر] د تاسیساتو له عملیاتي کړنلارو یې سر غړولی، غیر قانوني کړنو ته ادامه مه ورکوئ او د هوايي ډګر د کارکوونکو په چارو کې مداخله مه کوئ."

د یادونې ده چې د نړۍ لروبر بېلابېلو هېوادونو کې پر غزې د اسرائیل د هوايي بریدونو خلاف احتجاجونه کېږي.

د اسرائیل بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې مسکو کې د دوی سفیر د دې پېښې په اړه له روسي چارواکو سره ګډ کار پیل کړی دی.

دغه وزارت زیاته کړې چې دوی هر ځای اسرائیلي اتباعو او یهودانو ته د زیان اړولو هڅې په جدي‌ توګه څاري.