د پاکستان ملي هوايي شرکت "پي ای اې نیمايي الوتکې د الوتنې وړ نه دي"

د پاکستان ملي هوايي شرکت

د عکس سرچینه، Getty Images

دا مهال د پاکستان د ملي هوايي شرکت نژدې نیمايي الوتکې د الوتنې وړ نه دي او د پاکستان نړیوال هوايي شرکت (پي ای اې) د خپلو چارو ترسره کولو لپاره د اړتیا وړ بودیجې په برخه کې له ستونزو سره مخ دی.

پي ای اې ټولې ۳۱ الوتکې لري چې ډېری یې اې ۳۲۰ اېس دي او د اروپا هوایی شرکت اېربس لخوا تولید شوي. پي ای اې د امریکايي شرکت بوينګ یو شمېر الوتکې هم لري.

د دغو الوتکو له ډلې شاوخوا ۱۵ یې د پي ای اې لخوا په کرایه اخیستل شوي دي، په دې مانا چې د پاکستان ملي هوایي شرکت باید د الوتکو د کارولو لپاره نژدې هره میاشت د کرایې شرکتونو ته پیسې ورکړي.

پر کرایې سربېره، پي ای اې باید د الوتکو د الوتنو وړتیا ساتلو لپاره د تېلو ، اضافي پرزو او هوایی ډګر خدمتونو لپاره هم پیسې ورکړي. مالیې او پورونه یې لا نور پر سر پراته دي.

پي ای اې په تېرو څو میاشتو کې د سختو مالي ستونزو له امله د یادو بېړنیو تادیاتو ډېری برخه نه ده ورکړې. د پي ای اې چارواکو په وینا، دوی باید سل میلیونه ډالر ورکړي.

پي ای اې له مرکزي حکومته مرسته غوښتې خو حکومت ورته د بېړنۍ مرستې له ورکړې انکار کړی دی.

ځايي رسنیو ویلي، که حالات همداسې روان وي، ښايي روانه میاشت د پي ای اې عملیات وځنډول شي.

خو له بي بي سي سره د خبرو پر مهال د پي ای اې د عامه چارو عمومي مدير عبدالله حفيظ خان وويل، دا نظر سم نه دى.

هغه ویلي "پي ای اې خامخا مالي ستونزو سره مخ ده، خو داسې هم نه ده چې ځايي رسنۍ وايي چې د دوی چارې به په شاوخوا پنځلس ورځو کې وځنډول شي."

د دغه هوايي شرکت یوه چارواکي ویلي له یو شمېر خصوصي بانکونو سره یې خبرې پیل کړي چې د بېړنیو تادیاتو لپاره په پور پیسې ترې ترلاسه کړي.

هغه ویلي، کله چې شرکت چلېږي، نو پیسې هم ترلاسه کوي.

د پاکستان ملي هوايي شرکت

د عکس سرچینه، Getty Images

دا چې خبر تر دې ځای ولې ورسېده، د پي ای اې شرکت د عامه چارو عمومي مدير عبدالله حفيظ بي بي سي ته وويل، هوايي شرکت بايد بېلابېلې مياشتنۍ پيسې ورکړي، چې په کې د تېلو، د هوايي ډګر فيس، شرکتونو ته د کرایې پيسې، د پورونو قسطونه، ماليات او داسې نور شامل دي.

هغه وويل دغه تاديات له ١٦ تر ١٧ ميليونو ډالرو وو. د هېواد د اقتصادي حالت او د روپۍ ارزښت راټیټېدو له امله کله چې پي ای اې خپل عاید له پاکستانۍ کلدارو په ډالرو بدلولو سره محاسبه کړل، نو د دې تادیاتو لپاره پیسې راټولې نه شوې.

هغه زیاتوي د پي ای اې له خوا د پاتې پورونو او ورکړې حجم ۱۰۰ ميليونه ډالرو ته رسېدلى دى.

د پي ای اې د عامه اړیکو عمومي مدير عبدالله حفيظ په وینا، د پاکستان ملي هوايي شرکت ټولټال ۳۱ الوتکې لري چې شاوخوا پنځلس یې په کرايه نيول شوي دي.