په جعلي اسنادو د ګومارل شویو پاکستاني پیلوټانو شړل

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان د ملي هوايي کرښې 'پي ای اې' شرکت د درېیو پیلوټانو په ګډون ۵۰ کارکوونکي له دندو شړلي. سترې محکمې ویلي، په دوی کې داسې پیلوټان هم شته چې ان په ګاډي چلولو هم نه پوهېږي.
د پاکستان نړیوال هوايي شرکت اعلان کړی چې د جعلي تعلیمي اسنادو له کبله یې د درېیو پیلوټانو په ګډون لږترلږه پنځوس کارکوونکي له دندو شړلي دي.
دغه حکومتي شرکت (پي ای اې) ویلي، دا پرېکړه یې د هېواد د سترې محکمې په غوښتنه کړی دی.
پاکستان کې سترې محکمې د روان کال لومړیو کې په دې اړه د څېړنې پیلولو امر کړی دی.
د څېړنې دا امر وروسته تر هغه وشو، چې د ځینو پیلوټانو د جعلي تعلیمي اسنادو په اړه خبرونه خپاره شول.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
یاد شرکت منلې ده چې په جعلي اسنادو ګومارل شویو کارکوونکو کې درې پیلوټان هم دي.
یوې پاکستانۍ ورځپاڼې د سترې محکمې د یوه قاضي له خولې ویلي، چې ځینې پیلوټان ان د موټر په چلولو هم نه پوهېدل، خو پیلوټي یې کوله او مسافر یې له خطر سره مخامخول.
لا تر اوسه دغه شرکت دې پایلې ته نه دی رسېدلی، چې ګني تر ۴۰۰ ډېرو کارکوونکي کې یې ګڼ جعلي تعلیمي اسناد لري.
پاکستانۍ رسنیو ویلي، دغه شرکت هره میاشت له څه باندې ۵۰ میلیون ډالرو زیان سره مخامخ دی.

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images
په ۲۰۱۶ کال کې د پاکستان حکومت غوښتل چې پي ای اې شرکت وپلوري او خصوصي یې کړي.
تېر کال، پاکستاني چارواکو وویل، د دغه هېواد دولتي هوايي شرکت ته هره ورځ مالي زیان اوړي. د هوايي چلند لپاره د پاکستاني لومړي وزیر سلاکار سردار مهتاب عباسي ویلي وو، ناسمه اداره او ناسمې اداري پرېکړې د د دې لامل شوې چې د پاکستان دولتي هوايي شرکت 'پي ای اې ' هره ورځ مالي زیان وویني او په دې توګه دغه شرکت تېرو څه باندې ۱۰ کلونو کې له څلور ملیاردو ډالرو ډېر مالي زیان کړی دی.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
ویل کېږي امریکا ته مخامخ الوتنو کې دغه شرکت ته هر کال نژدې ۱۲ میلیونه ډالره زیان اوښتی دی.
د پاکستان بین المللي هوايي شرکت ۱۹۴۶ کال کې تاسیس شو او اوس ویل کېږي، چې ۲۲ کورنیو او ۲۸ نړیوالو هوايي ډګرونو ته الوتنې کوي.










