تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بریتانیا کې هره اونۍ پنځه میلیونه برېښنايي سیګرټ غورځول کېږي
نوې څېړنه ښيي چې هره اونۍ په بریتانیا کې پنځه میلیونه کارول شوي برېښنايي سیګرټ غورځول کېږي چې دا د تېر کال پرتله څلور برابره زیاتوالی ښيي.
د بیا کارېدو کمپاین ډلې "مټېریل فوکَس" د موندنو له مخې، د برېښنايي سیګرټو له سلو څکوونکو یوازې ۱۷ یې خپل تش شوی برېښنايي سیګرټ په ټاکل شویو ځایونو کې غورځوي.
دغه څېړنه وايي، که تش برېښنايي سیګرټ پخپل ټاکل شوي ځای کې له کاره ونه غورځول شي، نو پکې کارېدلي میس او لیتیم یې د اورلګېدنې لامل کېدای شي.
برېښنايي سیګرټ له ارزان پلاسټیک، لیتیم، میسو او کیمیاوو موادو چې په ترکیب کې نیکوټین لري، جوړ توکي دي چې په نړیوال کچ یې کاروونکي د ډېرېدو په حال کې دي.
دغو سیګرټونو کې د څو سوو کشونو په اندازه کیمیاوي مواد موجود وي چې له خلاصېدو وروسته یې معمولا څکوونکي په (خځلنیو) خځلټوکریو یا د سړک پر غاړو غورځوي.
د یوه بریتانوي ټولنیز بنسټ "مټېریل فوکس" تازه څېړنه وايي، په بریتانیا کې هره میاشت ۳۰ میلیونه بالغ کسان برېښنايي سیګرټ پېري او هره اونۍ کابو پنځه مییلیونه تش شوي برېښنايي سیګرټ په خځلټوکریو او لارو کې غورځول کېږي.
دغه بنسټ وايي، په برېښنايي سیګرټو کې کارېدلي میس او لیتیم با ارزښته توکي دي او که په ځانګړې ډول بریتانیا کې په یوه کال کې د غورځول شویو برېښنايي سیګرټو لیتیم سره یو ځای کړل شي، نو د ۵ زرو برېښنايي موټرو لپاره بټرۍ ترې جوړېدای شي.
مټېریل فوکس ټولنیز بنسټ وايي، تش شوي برېښنايي سیګرټ باید پخپلو ټاکل شویو ټوکریو کې وغورځول شي، ځکه دغه ټوکرۍ د "ورمیکولېټ" په نامه یو ډول منرال لري چې د اور اخیستو شونتیا کموي او بیا باید له هغه ځایه د بیا کارېدو یا ریسایکل ځانګړو ځایونو ته یووړل شي چې د لاس په ذریعه شنډ کړل شي.
د بریتانیا د قانون له مخې، هغه هټیوال چې برېښنايي سیګرټ پلوري باید له کاروونکو یې تش شوي هغه هم بېرته واخلي، خو ډېری هټیوال دغه کار نه کوي.
یاد بنسټ وايي، په برتانیا کې د غورځول شویو برېښنايي سیګرټو د ریسایکل بهیر ۲۰۰ میلیونه پاونډه کلنی لګښت لري، چې د دغو سیګرټو جوړوونکي، واردوونکي او خرڅوونکي یې نه پرې کوي.
په بریتانیا کې له ۱۸ کلنۍ کم عمره کسانو باندې د برېښنايي سیګرټو پلورل بند دي، خو د "مټېریل فوکس" څېړنې موندنې ښيي چې له ۱۸ کلنۍ کمعره برېښنايي سیګرټ څکوونکي د بالغانو پرتله ډېر برېښنايي سیګرټ لارو یا د مور و پلار له وېرې کمودونو کې غورځوي.