تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هندی فیل سکاره خوري که سیګرټ څکوي؟
چاپیریالپوهان هغې ویډیو هک پک کړل چې په کې لیدل کېږي فیل له خولې لوګی وځي.
په هند کې د ژویو د حقونو د ملاتړ ټولنې یوه څېړونکي "وینای کومار" د ۲۰۱۶ کال په اپریل کې د خپل کاري سفر په لړ کې د کارناتاما په ناګارهول ځنګل کې له دغه فیل څخه ۴۸ ثانیې فلم اخیستی.
نوموړي بي بي سي ته وویل ځکه یې دا ویډیو نه وه خپره کړې چې" په اهمیت یې نه پوهېده".
کارپوهان تر وسه پر دې نه پوهېږي چې ولې د دې فیل له خولې د سا اخیستلو پر وخت لوګی وځي.
"په هند کې د ژویو د حقونو د ملاتړ ټولنې په خبرپاڼه کې ویل شوي: " دا د یو فیل لومړني ویډیویي سند دی چې له خولې يې لوګی وځي، همدې چارې یې کارپوهان حیران کړي".
ښاغلی کومار وایي، هغه سهار مهال د زمریو د عکاسۍ د کمرو د لیدلو لپاره ځنګله ته تللی و چې په ۵۰ کیلو مترۍ کې يې دا فيل ولید او له هغه یې فلم واخیست.
د دې خبر پاڼې پر بنسټ" ښکاري چې فیل د مړه شوې اورلګېدنې وروسته د سکروټو په هضم بوخت دی په همدې یې له خولې یې لوګی وځي".
ښاغلي کومار وویل: " هغه ورځ داسې ښکارېدل چې فیل سیګرټ څکوي ـ فیل له ایرو ډک خرطوم خولې ته ووړ، ساه یې کاږله او لوګی پورته کېده"
پیل پوه، وارون ګسوامي په دې فکر دی چې " ښايي پیل هڅه کوي سکاره هضم کړي، ځکه فيل د ځنګل له سوځېدل شویو توکو يو څه پورته کوي، او خوري یې".
سکاره زهروژونکی خاصیت لري، که څه هم خوراکي ارزښت نه لري، خو بیا هم سکرو د خپلو روغتیايي ځانګړنو په خاطر د ژویو پام ځانته اړولی".
همدارز سکاره د قبضیت په مخنیوي کې هم رول لرلی شي، د همدې ګټې پر اساس یې ښايی ژوي په ځنګلونو کې له اور لګېدنې وروسته خوري.