تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د تصویرونو البوم؛ هند کې د جي-۲۰ غونډې لپاره چمتوالی کېږي
د هند پلازمېنه ډیلي کې څو ساعته وروسته د جي-۲۰ یا ۱۹ پرمختللیو اقتصاد لرونکو هېوادونو او اروپايي ټولنې غونډه پیلېږي.
یو شمېر نړیوال مشران د همدې مهمې غونډې لپاره ډیلي ته پر لار دي، چې سپتمبر نهمه او لسمه به دوام وکړي. دا لومړی ځل دی چې هند د داسې یوې مهمې غونډې کوربتوب کوي.
د پلازمېنې ډېرو برخو کې د همدې لپاره چمتوالی لیدل کېږي او ان د غونډې ځای ته په نژدې سیمو کې یو شمېر کورونه هم وران شوي، چې د ښار ښکلا په لړ کې خنډ ښکارېدل.
د ټولو تصویرونو حقونه خوندي دي.