د تصویرونو البوم؛ هند کې د جي-۲۰ غونډې لپاره چمتوالی کېږي

د عکس سرچینه، Reuters
د عکس تشریح، د ډیلي په یو شمېر ځایونو کې د جي-۲۰ نښانونه ځای پر ځای شوي، چې خلک ورسره سیلفي تصویرونه اخلي.د هند پلازمېنه ډیلي کې څو ساعته وروسته د جي-۲۰ یا ۱۹ پرمختللیو اقتصاد لرونکو هېوادونو او اروپايي ټولنې غونډه پیلېږي.
یو شمېر نړیوال مشران د همدې مهمې غونډې لپاره ډیلي ته پر لار دي، چې سپتمبر نهمه او لسمه به دوام وکړي. دا لومړی ځل دی چې هند د داسې یوې مهمې غونډې کوربتوب کوي.
د پلازمېنې ډېرو برخو کې د همدې لپاره چمتوالی لیدل کېږي او ان د غونډې ځای ته په نژدې سیمو کې یو شمېر کورونه هم وران شوي، چې د ښار ښکلا په لړ کې خنډ ښکارېدل.

د عکس سرچینه، Getty Images
د عکس تشریح، غونډه د نندارتونو په یوه تالار کې ترسره کېږي چې په یوه مهال ۷۰۰۰ کسان پکې ځاېږي.
د عکس سرچینه، Reuters
د عکس تشریح، د ډیلي نړیوال هوايي ډګر ته نژدې په همدې مناسبت بنرونه ټومبل شوي دي.
د عکس سرچینه، Getty Images
د عکس تشریح، هوايي ډګر ته نژدې د زمریانو ډبرینې مجسمې هم ځای پر ځای شوې دي.
د عکس سرچینه، Reuters
د عکس تشریح، د ځینو لپاره بیا د ښار ښکلي کولو دا اقدامات د ستونزو لامل شوي. په دې تصویر کې هغه کسان لیدل کېږي چې د غونډې ځای ته نژدې کورونه یې چارواکو ونړول.
د عکس سرچینه، AFP
د عکس تشریح، د بیوزله خلکو د کورونو پر وړاندې په موقت ډول یو ټوکر ځوړند شوی، چې جونګړې یې لیدو پټ شي.
د عکس سرچینه، Reuters
د عکس تشریح، د پلازمېنې ډېری سیمو لارې، کوڅې جارو شوې دي.
د عکس سرچینه، AFP
د عکس تشریح، د ډيلي پارکونو کې هم د صفایۍ چارې روانې دي.
د عکس سرچینه، Getty Images
د عکس تشریح، د ډیلي په ځینو مهمو بازارنو کې هم اصلاحات راوستل شوي.
د عکس سرچینه، EPA
د عکس تشریح، ډیلي کې ګڼ شمېر بیزوګان شته او چارواکو د لنګور نومي نسل بیزو مجسمې ځکه ځای پر ځای کړې، چې نور بیزوګان له دې ډول بیزو ډاریږي او د غونډې په ترڅ کې به ستونزې نه جوړوي.
د عکس سرچینه، Getty Images
د عکس تشریح، د ښار پر یوه دېوال د هند فضايي پروګرام ویاړنه شوې.
د عکس سرچینه، AFP
د عکس تشریح، د جي-۲۰ لپاره د هند رسمي سمبول او د لومړي وزیر نریندرا مودي تصویر.
د عکس سرچینه، Getty Images
د عکس تشریح، د چارواکو په وینا له ۴۰ زره زیات پولیس به د غونډې پر مهال د پلازمېنې ساتنه کوي.
د عکس سرچینه، Getty Images
د عکس تشریح، د غونډې ځای ته د نژدې لارو کلکه امنیت ساتنه کېږي او د ګډونوالو هېوادونو بېرغونه پرې ځوړند شوي دي.د ټولو تصویرونو حقونه خوندي دي.