ټېک ټاکره مهک بخاري او مور یې د دوو ځوانانو وژلو په تور په عمري زندان سزا محکومې شوې

د عکس سرچینه، Leicestershire Police
- Author, ډان مارټن
- دنده, بي بي سي
د بریتانیا لسټر سیمې محکمې ټېک ټاکرې مهک بخاري او د هغې مور عنصرین بخاري ته د پلان له مخې د دوو ځوانانو وژلو له کبله د عمري زندان سزا ورکړې.
محکمې په دې قضیه کې دوو نورو کسانو ریحان کاروان او رئیس جمال ته هم د عمري زندان او درې کسانو ته بیا د غیرعمدي قتل په تور سزا ورکړې. ټېک ټاکرې مهک بخاري ته ټولټال ۳۱ کاله اته میاشتې او مور یې عنصرین بخاري په ۲۶ کاله او نهه میاشتو زندان سزا محکومې شوې.
د یادونې ده، چې رئیس جمال پر یوې نجلۍ د جنسي تېري جرم له کبله په ۲۰۲۲ کال کې په لس کلن زندان سزا محکوم شوی او له هغه راهیسې په زندان کې دی. له نوې سزا سره به د نوموړي ټولټال سزا ۳۶ کالو او ۴۵ ورځو ته ورسېږي. ریحان کاروان ته بیا د ۲۶ کاله بند سزا ورکړل شوې.
په دې قضیه کې په غیرعمدي قتل تورن امیر جمال ۱۴ کاله، نتاشا اختر ۱۱ کاله او صناف ګل مصطفیٰ هم په ۱۴ کاله بند محکوم شوي دي.
د بي بي سي خبریالې ایملي اینډرسن د محکمې له ودانۍ په خپل استول شوي رپوټ کې وویل، مور او لور دواړو د محکمې پرېکړه په داسې حال کې واورېده، چې پر مخونو یې هېڅ احساسات نه معلومېدل، مهک بخاري خپل پلار ته له لېرې د ښکولولو اشاره وکړه او هغه ته یې وویل: ''زنګ راته ووهه. ''

د عکس سرچینه، Supplied
د تېرې اګست میاشتې په لومړیو کې محکمې مهک بخاري، د هغې مور او پنځه نور کسان رسماً تورن کړل چې د ۲۰۲۲ کال په اګست کې یې د پلان له مخې ثاقب او هاشم نومي کسان په یوه پلان شوې ترافیکي پېښه کې وژلي دي.
په دې قضیه کې محکمې د لیسټر ښار یو اوسېدونکی ۲۱ کلن محمد پټیل بې ګناه وباله. د محاکمې په ترڅ کې قضايي پلاوي ته ویل شوي و، چې ۲۱ کلن ثاقب حسین عنصرین بخاري ته ویلي و چې د دوی د اړیکو په هکله به ټول خبر کړي، او له هغه وروسته په یوه پلان شوې ترافیکي پېښه کې ووژل شو.
د لیسټر شاهي محکمې ته دغه راز ویل شوي و، چې ثاقب حسین عنصرین بخاري ته ګواښ کړی و، چې د جنسي اړیکو ویډیويي تصویرونه به یې خپاره کړي.
مهک بخاري پر خواله رسنۍ ټېک ټاک نژدې ۱۲۶ زره فالوورز لري او د محاکمې په ترڅ کې عدالت ته ویل شوي و، چې دې د ثاقب حسین د وژلو پلان چمتو کړی و. محکمې ته ویل شوي و، چې د اکسفورډ شائر اوسېدونکي ثاقب حسین ته تمه ورکړل شوې وه، چې له عنصرین بخاري سره به روغه جوړه وکړي، او هغه درې زره پاونډ به هم بېرته ورکړل شي، چې ده پر خپله معشوقه لګښت کړی و.

د عکس سرچینه، Leicestershire Police
کله چې بیا ثاقب حسین له خپل ملګري هاشم اعجاز الدین سره لیسټر ته پر لارو و، نو د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ پر ۱۱مه یې ګاډی په ظاهره له ونې سره له ټکر وروسته دوې ټوټې شو او اور یې واخیست.
له پېښې لږ مخکې بیا ثاقب حسین پولیسو ته زنګ وهلی و، چې په دوو ګاډو کې ځینې کسان چې ماسکونه یې تړلي دي، د ده په موټر پسې له شا روان دي، د ده له ګاډي سره خپل موټرونه ټکر کوي او د ده د وژلو هڅه کوي. په محاکمه کې د نوموړي د ټیلفوني مکالمې ثبت شوی غږ هم قاضیانو ته واورل شو.
محکمې ته ویل شوي و، چې ریحان کاروان او رئیس جمال هغه ګاډي چلول چې د ثاقب حسین د سپرلۍ په ګاډي پسې روان وو.









