تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د تصویرونو البوم؛ امریکا کې د سمندري توفان له کبله رامنځته شوې ورانۍ، ویجاړۍ
ایډالیا نومي سمندري توفان د امریکا په فلوریډا ایالت کې د پراخو ورانیو، ویجاړیو له رامنځته کولو وروسته د دې هېواد جورجیا ایالت پر لور روان دی.
په فلوریډا کې ۲۸۰ زره کسان له همدې کبله برېښنا نه لري او خلکو ته خبرداری ورکړل شوی چې د برېښنا له مزیو سره احتیاط وکړي.
د فلوریډا په ځینو سیمو کې د توفان له کبله سېلابي اوبه هم ساحلي سیمو ته ننوتې دي. د فلوریډا والي رون ديسانتیس وايي، داسې احتمال شته چې تر ۱۶ فوټه (څلور اعشاریه اته متره) پورې لوړې سمندري څپې د همدې توپان له کبله وچې ځمکې ته وخېژي.
دلته د فلوریډا یو شمېر تصویرونه وینو چې پر چهارشنبه اخیستل شوي دي.
فلوریډا والي وايي، د مرستې چارې رواني دي، خو سملاسي د سر زیان داسې رپوټونه نه شته چې مخکینۍ شمېرې بدلې کړې.
له دې مخکې د لویو لارو ګزمې ادارې ویلي و، دوه کسان د توفان له کبله په ترافیکي پېښه کې وژل شوي دي.
د والي په وینا ایالتي حکومت به د ځینو سیمو په پاکولو کې مرسته وکړي، چې ځايي ښاروالۍ یې په دې چاره کې مرستې ته اړتیا لري.
د ځینو هغو ساحلي سیمو اوسېدونکي د سرپناه موندلو لپاره له کورونو وتلي دي، چې له توفان سره له سمندره راختلې اوبه یې په سېلابي بڼه پر کورونو ورغلې.
د ټولو تصویرونو حقونه خوندي دي.