تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا وايي، هغه رپوټونه نه شي تاییدولی، چې پکې ویل شوي، د واګنر مشر د سپرلۍ الوتکه له ځمکې په توغندي ویشتل شوې ده
امریکا متحدو ایالتونو هغه رپوټونه رد کړي چې ګواکې پر چهارشنبه هغه الوتکه له ځمکې په دافع هوا توغندي ویشتل شوې چې ګومان کېږي، د روسیې واګنر ملېشې مشر یوګیني پریګوژین پکې وژل شوی.
د امریکا متحدو ایالتونو دفاع وزارت مسوولین وايي 'ښايي ' پریګوژین په هغه الوتکه کې ناست و، چې پر چهارشنبه د روسیې پلازمینې مسکو په شمال لوېدیځ کې وغورځېده او ټولې لس سپرلۍ یې ووژل شوې.
امریکايي چارواکي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د الوتکې له غورځېدو نژدې ۲۴ ساعته وروسته د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین لومړی ځل د دې پېښې په هکله غږېدلی.
د رپوټونو له مخې د واګنر ملېشې مشر یوګیني پریګوژین د سپرلۍ شخصي الوتکه پرون چهارشنبه مازدیګر د مسکو په شمال لوېدیځ کې نسکوره شوه او پکې ټولې سپرلۍ ووژل شوې.
ولادیمر پوتین نن په دې هکله خبرو کې پریګوژین یو داسې 'وړتیا لرونکی کس ' وباله چې د ده په وینا 'په ژوند کې یې جدي تېروتنې وکړې. ' خو له دې سره هم ښاغلي په څرګند ډول د یوګیني پریګوژین مړینه تائید نه کړه.
ولسمشر پوتين د قربانيانو له کورنيو سره خواخوږي څرګنده کړه. ښاغلي پوتین وویل: "د الوتکې د غورځېدو پېښه چې چهارشنبې رامنځ ته شوې زه د پنجشنبې سهار پرې خبر شوم. "
ښاغلي پوتین د واګنر ډلې بنسټ اېښودونکی یو تکړه "سوداګر" وباله او ویې ویل چې د الوتکې د غورځېدو په اړه به پلټنې وشي، خو په وینا يې څېړنه به "ډېر وخت" ونیسي.
ولادمير پوتین وویل: "تر هغه چې زه معلومات لرم،" ښاغلي پريګوژین "پرون [چارشنبه] له افریقا بېرته راستون شوی و. هلته یې له ځینو چارواکو سره کتلي وو. "
په دې وروستیو ورځو کې داسې خبرونه خپاره شول چې د واګنر ډلې مشر په لوېدیځه افریقا کې دی، د لوېدیځ شنونکي په دې باور دي چې دا ډله هڅه کوي د نایجر په ګډون چې په دې وروستيو کې هلته کودتا هم وشوه غواړي نورو هېوادونو ته خپل نفوذ پراخ کړي.
د روسیې ولسمشر په خپله وینا کې ښاغلي پریګوژین ته درناوي وړاندې کړ او زياته يې کړه، "له اوږدې مودې راهيسې پريګوژین پېژنم. له ۱۹۹۰ لسيزې راهیسې."
د ولسمشر پوتین په وينا، لومړني معلومات ښیي چې په الوتکه کې د واګنر ډلې کارکوونکي سپاره وو. نوموړي زياته کړه: "زه غواړم ووايم دا هغه کسان دي چې په اوکرایین کې د 'نوي نازي رژیم' په وړاندې د مقاومت ګډ هدف کې يې مرسته کړې. "
د یادونې ده چې د پریګوژین د سپرلۍ الوتکې له غورځېدو سملاسي وروسته د د پېښې د لاملونو په هکله څرګند او کره معلومات نه دي ورکړل شوي. د توېر سیمې اوسېدونکي کلیوال چې دا لوتکه پکې وغورځېده وايي، د الوتکې له لوېدو مخکې یې د چاودنې غږ واورېد.
د روسیې رسنیو په رپوټونو کې د یوې داسې تهیوري ګنګوسي هم شته چې ګواګې الوتکه کې د بم ځای پر ځای کېدو په هکله پلټنې کېږي. یوه امریکايي چارواکي بیا په امریکا کې د بي بي سي شریکې رسنۍ سي بي اېس نیوز ته ویلي چې په ظاهره ډېر احتمال داسې ښکاري چې په الوتکه کې چاودنه شوې.
دغه چارواکی زیاتوي که څه هم د چاودنې لامل معلوم نه دی، خو زیات ګومان دا دی چې چاودنه به د بم له کبله رامنځته شوې وي.
د واګنر ملېشې یوه اړوند خواله رسنۍ پاڼه بیا ادعا کوي چې د پریګوژین د سپرلۍ الوتکه د روسیې دافع هوا ځواکونو ویشتلې ده. دا ادعا نه ده تائید شوې او د امریکا دفاع وزارت مسوولینو پر پنجشنبه وویل چې داسې هېڅ معلومات نه شته چې دې موضوع ته اشاره وکړي.
د مسکو شیریمیتېوف هوايي ډګر له مسوولینو چې دا الوتکه ترې د سنټ پېټرزبرګ پر لور الوتې وه، پوښتنې، ګروېږنې شوې او د امنیتي کمرو تصویرونه هم کتل شوي دي.
پریګوژین لومړی د ولادیمر پوتین نژدې وفادار کس بلل کېده، خو په جون میاشت کې له یوه لنډمهاله بغاوت وروسته ګڼ شمېر مبصرینو نوموړی ''داسې مړی چې ګرځي '' باله.