د روسیې هوايي چلن اداره وايي، د واګنر ملېشې مشر پریګوژین په غورځېدلې الوتکه کې سفر کاوه

    • Author, د امنیتي چارو خبریال فرینک ګارډنر او رابرټ ګرینال
    • دنده, بي بي سي

د روسیې ملکي هوايي چلن اداره وايي، د واګنر ملېشې مشر یوګیني پریګوژین نوم د هغې الوتکې مسافرو په لیست کې شامل دی، چې غورځېدلې او ټولې سپرلۍ یې وژل شوې دي.

له دې مخکې د خواله رسنۍ ټیلیګرام پر 'ګرې زون' نومې هغه پاڼه چې د واګنر اړوند ده، لیکل شوي و، چې د ۶۲ کلن پریګوژین د سپرلۍ شخصي الوتکه د دافع هوا لخوا ویشتل شوې ده.

ګرې زون وروسته د چهارشنبې پر ورځ ولیکل چې پریګوژین ''د روسیې د خائینانو د فعالیتونو له لاسه ووژل شو.''

د یادونې ده، چې پريګوژین په تېره جون میاشت کې د روسي ځواکونو پر ضد د یوه ناکام بغاوت مشري کوله.

د پريګوژین د سپرلۍ الوتکه په داسې حال کې غورځېدلې، چې د رپوټونو له مخې په همدې ورځ د روسیې یو لوړپوړی جنرال سیرګي سوروفکین د هوايي ځواک له مشرۍ ګوښه کړل شوی دی.

ویل کېږي، جنرال سوروفکین له پريګوژین سره تاوده اړیکي درلودل او د جون میاشتې له بغاوت وروسته په عام محضر کې نه دی لیدل شوی.

غورځېدلې الوتکه له اووه سپرلیو او د عملې دریو کسانو سره له پلازمېنې مسکو نه د روسیې سنټ پېټرزبرګ ته پر لار وه چې د پېښې ښکار شوه.

ویل کېږي الوتکه د مسکو او سنټ پېټرزبرګ تر منځ د لارې په نیمايي کې کوژینکینو تویر کلي ته نژدې غورځېدلې ده.

ګرې زون پاڼه لیکي چې د سیمې خلکو د الوتکې له غورځېدو مخکې دوې چاودنې اورېدلې او د لوګیو کرښې یې لیدلې دي.

یوګیني پریګوژین په ۲۰۱۴ کال واګنر ملېشه جوړه کړه، چې اوس ۲۵ زره وسله وال لري. دا ملېشه په اوکرایین، سوریه او لوېدیځه افریقا کې فعاله وه او د زور او ظلم کیسې یې مشهورې شوې.

پریګوژین بیا د تېرې جون میاشتې پر ۲۳ مه او ۲۴ مه د هغه بغاوت مشري هم کوله چې ګډونوال وسله وال یې له اوکرایینه وخوځېدل د روسیې روستوف ان ډان ښارګوټی یې ونیو او د مسکو پر لور یې د یون ګواښ وکړ.

واګنر مشر هغه اقدام د روسیې له پوځي مشرتابه سره د اوکرایین جګړې پر سر له څو میاشتو ناندریو وروسته وکړ.

د دوی هغه بغاوت بیا د یوه جوړجاړي له مخې له منځه لاړ چې واګنر وسله والو ته په روسي پوځونو کې د ګډون او یا بېلاروس ته د تلو اختیار ورکړل شو.

پریګوژین خپله هم منلې وه چې بېلاروس ته به ځي، خو په ظاهره داسې ښکاریده چې په روسیه کې ازادانه ګرځېد او په یوه ویډیويي کلیپ کې خو داسې حال کې هم ولیدل شو، چې په ظاهره افریقا کې ثبت شوې وه.